لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د واده په دستوره بمي برید کې۳کسان وژل شوي،۳۴ژوبل


دافغانستان اؤ پاکستان د ګډې پولې ترڅنګ دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې د واده په یوه دستوره د لاسي بم برید شوی چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ ۳۴نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه امنیتي سرچینو وائس اف امریکا ډیوه ته ویلي چې دغه برید دافغان پولې ترڅنګ ډنډي سیدګۍ سیمه کې هاغه مهال شوی چې ګڼ خلک دشیندي ګل نومي سړي په کور کې د یو واده دپاره راټول شوي وؤ.

سرچینې وایي خلک دموسی ګل نومې زلمي د واده په خوشحالۍ بوخت وؤ چې په دغه مهال پرې د نامعلوم لوري نه لاسي بم ور وغورځول شو.

سرچینې وایي چې برید کې درې کسان وژل شوي اؤ په ۳۴ ژوبلو کې هم د ګڼو حالت نازک دی چې له دې امله دمړو شمیر کې د زیاتوالي اندېښنه ښودل کیږي.

په ژوبلو کې پینځه ماشومانو هم شامل دي.

د پېښې څخه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د ترهګرو د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

تر دې مهاله ددغه برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې اؤ نه هم شمالي وزیرستان کې په نړدې وختونو کې چرته په ودونو، ښادو دغسې بریدونه شوي دي.

شمالي وزیرستان افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې پکې طالبان اؤ القاعده زیات فعاله وؤ اؤ په کال ۲۰۱۴م کې دغلته امنیتي ځواکونو د ترهګرو په ضد په پراخه کچه د ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړي وؤ.

پوځ دعوه کوي چې شمالي وزیرستان یې د ترهګرو له منګولو ازاد کړی دی خو په دغه سیمه کې اوس هم وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو د بمي بریدونو راپورونه مخې ته راځي ولې د ضرب عضب عملیاتو څخه راپدیخوا دا لمړی ځل دی چې په اولسي خلکو د لاسي بم برید کې په دومره لویه کچه مرګ ژوبله اوښتې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG