لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلي پالوانان جان سینا،ټرپل ایچ اؤ انډرټیکر نن سعودي کې جنګیږي


د نړۍ وتلي اؤ مشهور پالوانان جان سینا، انډر ټیکر اؤ ټرپل ایچ نن په لمړي ځل د سعودي عرب په خاوره پالواني کوي.

یوه بهرنۍ نړیواله خبري شبکه وایي د پالوانۍ دغه مقابلې به دسعودي عرب په جده ښار کې کیږي چې پکې به د اووه تمغو دپاره د وتلو پالوانانو ترمینځ لس مقابلې کیږي

دغو مقابلو کې به ګڼ شمیر مشهور نړیوال پالوانان یا د ریسلنګ لوبې کوونکي برخه اخلي خو په دغو پالوانانو کې تر ټولو یاد جان سینا، پرپل ایچ اؤ انډر ټیکر دي چې د لوبو دپاره سعودي عرب ته رسیدلي دي.

دغه خبري شبکه وایي چې سعودي عرب ډبلیو ډبلیو اي سره د لسو کالو یو تړون کړی چې ددغه تړون له مخې به دپالوانۍ دغه شرکت د سعودي عرب په بیلابیلو ښارونو کې د نړیوال معیار د پالوانۍ مقابلې کوي اؤ وتلي پالوانان به ورته راغواړي.

په دې وروستو کې سعودي عرب د خپلو وګړو د ساعت تیري دپاره خپلو یو شمیر قوانینو کې نرمښت کړی اؤ میرمنو ته یې دلوبو میدان ته د ورتګ د اجازې ورکولو ترڅنګ سینیماګانې هم پرانستي چې دسعودي ښځې اؤ سړي پکې په ګڼ شمیر فلمونه ګوري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG