لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان نوی بجټ کې دګرد هیواد ترڅنګ فاټا دپاره څه دي؟


دپاکستان حکومت دخپلې واکمنۍ پینځم اؤ وروستی د۵۵ؤ کربو روپو نه زیات بجټ نن د جمعې په ورځ پارلیمان ته وړاندې کړی .

دکال ۲۰۱۸ ـ-۱۹م دپاره وړاندې کړل شوي دغه بچټ کې دقبائیلي سیمو دپاره ۲۴نیم اربه روپۍ ایښودل شوي اؤ ددې ترڅنګ پکې د قبائیلي سیمو ملي ځاندرې ته د ورګډؤلو دپاره د ۱۰۰اربو روپو یوه ځانګړې پروسه هم شامل کړل شوې ده.

دفاعي پیسو کې نور زیاتوالی

په نوي بجټ کې ددفاع دپاره ځانګړې بودیجه ۱۰فیصده نوره سیوا کړل شوې اؤ ۹۲۰ؤ اربو روپو څخه ۱۲۰۰ اربو ته لوړه کړل شوې خو د ګرد هیواد د پرمختیايي پروګرامونو دپاره ددفاع دڅانګې نه کمې پیسې یوازې ۸۰۰اربه روپۍ ایښودل شوي دي.

څیړونکي نیوکه کوي چې ددفاع په نوم هر کال بجټ کې د ایښودل کیدونکو درنو پیسو زیاته برخه په طاقتور پوځ مصرفیږي خو په دغه هیواد کې د بې وزله ولس د صحت،، تعلیم اؤ روزګار څانګو ته دپوځ مقابله کې ډیرې کمې پیسې ورکړل کیږي.

دپاکستان پارلیمان ته دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل دغه بجټ په داسې حال کې وړاندې کړی چې دحکومت دختمیدو مودې ته یوازې یوه میاشت وخت پاتې شوی اؤ مخالفو ډلو نیوکه کړې چې د یوې میاشتې میلمه حکومت د ټول کال د بجټ وراندې کولو اخلاقي حق نه لري.

بجټ کې نوي ټیکسونه

په دغه بجټ کې په شخصي امدن تیکسونه هم سیوا کړل شوي دي اؤ څوک چې اوس‌ په پاکستان کې د کال ۱۲لکو څخه نیولې تر ۲۴لکو پورې روپۍ ګټي نو هغوئ نه به پینځه فیصده، د ۲۴لکو نه ۴۸لکو پورې امدن کوونکونه ۱۰فیصد اؤ د ۴۸لکو نه زیاتو امدان کوونکو نه ۱۵ فیصده ټیکسونه اخستل کیږي.

دمسلم لیګ حکومت به تر دې وړاندې نورو بودیجو کې هرکال په تنخاګانو کې ۱۰فیصد اضافه کوله خو سږکال پکې دغه اضافه د عارضي الاونس په نوم شامل کړل شوې ده.

همدغه راز په پنشن کې ۱۰ فیصده اضافه راوستل شوې ده اؤ اوس به دپنشن لږ تر لږه پیسې د شپږو زرو پځایې ۱۰ زره وي

په بجټ کې د پورونو د خلاصولو دپاره ۲۳۰۰ اربه روپۍ ایښودل شوي دي.

دمسلم لیګ د حکومت په مهال په پاکستان کورنۍ قرضې کمې شوي خو بهرنۍ قرضې پرې سیوا شوي ،

دبجټ وړاندې کولو په مهال د خزانې وزیر ویلي چې حکومت به د هاغو سرمایه ګزارو ډاډګیرنه کوي چې په فلمي صنعت کې خپله سرمایه مصرفوي اؤ تر پینځوو کالو به ترې دامدنۍ دټیکسونو نیمایي پیسې اخستل کیږي.

دبې نظیرې پېسې اؤ کرکیله

دبې نظیرې د پیسو یا بې نظیرانکم سپورټ فنډ څخه چې د بې وزله کورنیو سره هره میاشت کومې مرستې کیږي دخزانې وزیر ویلي چې دغه پیسې یې هم سیوا کړي ، په موجوده بجټ کې یې ورته ۱۲۴اربه روپۍ ایښي چې ۵۶لکو کورنیو ته به ترې د میاشتې ۴۸۳۴ روپۍ ورکولی شي.

له دې وړاندې به دغو کورونو ته درې زره روپۍ میاشت ورکړل کیدله.

په دغه بجټ کې د چرګانو فارمونو دپاره په راغوښتل کیدونکو دوایانو د کسټم ډیوټي د لسو نه پینځوؤ فیصدو ته راټیټه کړل شوې ، په سګریټو ډیوټي خیژول شوې، دکبابو په خصمانه لګیدلی لس فیصده ټیکس ختم کړل شوی

همدغه شان دڅاروؤ په فارمونو کې په پکو اؤ د څاروؤ په ونډه لګیدلی لګیدلي ټیکسونه هم ختم کړل شوي اؤ د کرکیلې په سامانونو اخستل کیدونکی اووه فیصد ټیکس پینځوؤ فیصدو ته راکوز کړل شوی دی.

په لیپ ټاپونو، کمپیوټرو هم دخرڅون ټیکسونه ختم کړل شوي دي.

په دغه بجټ کې د زلمو دپاره د وزیراعظم لخوا دپیل کوونکو بیلابیلو پروژو دپاره هم ۱۰اربه روپۍ بیلې کړل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG