لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي او جنوبي کوریا مشران شپېته کاله وروسته له سیمې د ایټمي وسلو پر پاکولو متفق شوي


د دواړو کوریاوو تر منځ سرمشریزه غونډه نن د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون جنوبي اړخ ته له پوځي پولې نه په را اوښتو سره پیل شوې ده.

په تېرو شپیتو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا مشر جنوبي کوریا ته تللی دی.

د کمیونیسټ شمال او جمهوري جنوب مشرانو یو بل ته غاړه ورکړه او د امن او اېټمي وسلو د تلف کولو ژمنې یې وکړې.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جي این وویل، دې غونډې ته به د "پن مون جون" اعلامیې نوم ورکوي. ده ویل:

"نن چېرمېن کیم جونگ اون او زه د دې خبرې پخلی کوو چې موږ د کوریا ټاپو له ایټمي وسلو څخه د پاک ساتلو په خبره پوه شوي یو او دا زموږ گډ هدف دی".

د شمالي کوریا مشر هم د گډې اعلامیې او دغه شان د پخوانیو دواړو کوریاوو تر منځ شوې موافقې تایید کړې، خو دا یې په واضحو ټکو ونه ویل او نه یې تایید کړل چې د خپل هېواد گواښونکی ایټمي پروگرام به په بشپړه توګه ختموي. ده ویل:

"موږ فیصله کړې چې د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره به انتقالي مرحله پرانیزو او له وړاندې نه منل شوي تړونونه او اعلامیې په بشپړ ډول پر ځای کړو".

د سرمشریزې غونډې په ترڅ کې دواړو کوریایي مشرانو نن دوه ځله سره لیدلي.
د سرمشریزې غونډې په ترڅ کې دواړو کوریایي مشرانو نن دوه ځله سره لیدلي.

تاریخي سفر:

چېرمېن کیم لومړی شمالي کوریایي مشر دی چې د جنوبي کوریا سفر یې وکړ. هغه ته د پولې دې خوا د جنوبي کوریا مشر مون جي این د پنمون جوم په کلي کې هرکلی ویلی، چې په ١٩٥٣م کال کې د کوریايي جگړې د ختمولو لوظنامه پکې لاسلیک شوې وه.

د سرمشریزې غونډې په ترڅ کې دواړو کوریایي مشرانو نن دوه ځله سره لیدلي. له کیم جونگ اون سره په دې دوره کې د هغه مېرمن "ري سول جو" او خور "کیم یو جونگ" هم جنوبي کوریا ته ورغلې وه.


د شمالي کوریا په دې رویه کې د دې ستر سیاسي بدلون تر شا د جنوبي کوریا د ولسمشر مون سیاسي هڅې او د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ زیات فشار یو علت ګڼل کېږي.

امریکې د شمالي کوریا د صادراتو د مخنیوي لپاره د دوی پر ټولو ملگرو په وروستیو کې فشار زیات کړی وو. اندازې دي چې د باقایده خبرو اترو تر شا هم د دواړو هېوادونو په تعلقاتو او له خپلو ایټمي عزایمو د شمال د را ګرځولو په ترڅ کې پرمختگ شوی. د غونډې د ځای نه بهر تر نیمې گېنټې پورې دواړو کوریایي مشرانو یواځې خبرې اترې کړي.

د نننۍ غونډې د گډې اعلامیې یو مقصد دا هم ګڼل کېږي چې د چېرمین کیم جونگ اون او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر منځ سرمشریزې غونډې ته لار هواره شي. تمه ده چې دغه غونډه به د راتلونکې مې میاشتې په پای یا جون په سر کې وشي.

جنوبي کوریایي مشرانو امریکې ته باور ورکړی چې، شمال له خپلو ایټمي عزایمو په بشپړه توګه لاس اخیستو ته تیار دی او ضمانتونه ورکولو ته یې هم غاړه ایښې ده.

ولسمشر ټرمپ د کوریایي مشرانو په گډه اعلامیه د خپل ټویټر اکاونټ نه خوشحالي څرگنده کړې خو ويلي یې دي، "دا به وخت وايي چې اهداف تر لاسه شو او که نه"؟


ولسمشر ټرمپ واضحه کړې چې که چېرې په دغو خبرو کې د یو خوا نه هم صداقت نه وو نو دی به له غونډې پاڅي.

شمالي کوریا له خپلو کړو ژمنو نه د پر شا کېدو یا تښتېدو لپاره یاد دی.

امن لوظنامه:


جنوبي او شمالي کوریایي مشرانو په خپل ملاقات کې د پولې اخوا امنیت خوندي کولو، د کورنیو یو بل سره پر یو ځای کولو او پر یوه بشپړه او باقایده امن لوظنامه هم رضامندي ښودلې ده. امریکا او چین به د دې لوظنامې شاهدان وي.

د دواړو کوریاوو تر منځ دا درېیمه سرمشریزه غونډه ده خو په جنوب کې دا لومړی وار دی. تر دې وړاندې په ٢٠٠٠م کال او ٢٠٠٧م کال کې هم دا قسم غونډې په شمالي کوریا کې شوې وې.

احتجاجونه:

خو بیا په جنوبي کوریا کې هر څوک په دې غونډه خوشحاله هم نه دي. د جنوبي کوریا په پاجو ښار کې نن د شمالي کوریا خلاف احتجاج هم شوی. مظاهره چیانو د شمالي کوریایي مشر عکسونو ته اور ورکړی او د ده گوډاگی یې جوړ کړی وو.

مظاهره چیانو ویل، وېرېږي چې جنوب به له کیم جونگ اون سره په خبرو کې ماتې وخوري او دواړه کوریایي هېوادونه به یو شي چې نظام به یې کمیونیسټي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG