لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر شکیل اپریدی پېښور څخه د اډیالې زندان ته لیږل شوی


په پاکستان کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن په لټون کې یو مهم کردار ډاکټر شکیل اپریدی د پېښور څخه د پینډۍ اډیاله زندان ته لیږل شوی .

ډاکټر اپریدی دتیرو اوو کالو راهسې په دې تور بندي دی چې یوې تندروه ډلې سره یې کومک کولو خو دهغه د بند تر شا ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن د راپیدا کولو کیسه پرته ده.

سرچینې وایي دخیبرپښتونخوا دکورنیو چارو محکمې مرکز ته درې کرته خواست کړی ؤ چې شکیل اپریدی باید دپېښور څخه کوم بل زندان ته منتقل کړل شي اؤ هم ددغو خواستونو په اساس هغه تیره ورځ د اډیالې زندان ته رسؤل شوی دی.

دپاکستان حکومت دعوه لري چې ډاکټر شکیل اپریدي په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن معلومولو دپاره د پولیو یو جعلي کمپائن چلولی ؤ اؤ ددغه کمپائن دلارې یې د اسامه بن لادن ډي این ای ترلاسه کړې وه چې دهغې په اساس وروسته امریکایانو اسامه په یو اپریشن کې وژلی ؤ.

دمئ په میاشت کال ۲۰۱۲م کې دپاکستان یوې محکمې شکیل اپریدي ته د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه خو وروسته په هغه دخیبر ایجنسۍ یوې تندروه ډلې سره د کومک تورونه هم لګول شوي وؤ.

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل ښاغلي قمر ندیم د امریکه غږ اردو څانګې ته ویلي دډاکټز اپریدي سزا د ۳۳کالو بند څخه ۲۳ بند ته راټیټه کړل شوې وه اؤ په دغه بند کې اووه کاله تیر کړل.

نوموړی وایي چې که دغه اووه کلن بند سره معافۍ هم وشمیرل شي نو د شکیل اپریدي د بند موده پشپړیږي اؤ هیله ده چې هغه به راتلونکې میاشت کې د بند څخه خوشی کړل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG