لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پنس غني ته:امنیت اؤ ټولټاکنو کې مو امریکا ترشا ولاړه ده


دامریکا مرستیال صدر ښاغلي مائیک پنس افغان ولسمشر اشرف غني سره یو ټیلي فوني تماس کې هغه ته باور ورکړی چې افغانستان کې دامنیت دټینګښت اؤ راتلونکو ټولټاکنو دپاره به امریکا د افغانستان تر شا ولاړه وي.

ولسمشر غني امریکايي چارواکي ته ویلي چې "د ولسي جرګې اؤ ولسوالیو راتلونکې ټولټاکنې زمونږ د برنامو په لمړیتوبونو کې دي اؤ حکومت په دې برخه کې لازم تعهد لري"

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ لخوا ددغو خبرو په اړوند یو بیان کې ویل شوي چې د جمعې په شپه دواړو لورو د افغانستان او سیمې په اړه پر بېلابېلو موضوعاتو بشپړ خبرې کړي دي.

بیان کې راغلي ښاغلي مائیک پنس اؤ ولسمشر غني دافغانستان د هوايي ځواکونو په ملاتړ او په موقع سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اړتیاؤ پر تامین، د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د نوې ستراتېژۍ،امنیت، له تروریزم سره مبارزې، سولې او ثبات، راتلونکو ټاکنو، د افغانستان او امریکا دمتحدو ایالتونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ پر پراختیا دبحث ترڅنګ دهمکارۍ ژمنې تکرار کړي دي.

ښاغلي اشرف غني د تېرو کلونو راهېسې افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د مرستو او همکاریو قدرداني وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان حکومت او خلکو کلیدي شریک وباله.

وروسته د امریکا مرستیال صدر مائیک پنس کابل اؤ دافغانستان نورو برخو کې د وروستیو تروریستي پېښو په اړه د امریکا خواخوږي او غمشریکي د افغانستان دولت او خلکو سره څرګنده کړه.

هغه دغه راز د ښې حکومتولۍ، د اصلاحاتو راوستلو، له فساد سره د مبارزې، د ټاکنو د کولو او د سولې او ثبات د ټینګښت په برخو کې د اشرف غني او د افغانستان حکومت د مشرتابه هڅې وستایلې.

مایک پنس وویل، هېواد یې چمتو دی چې افغانستان سره د راتلونکو ټاکنو د کېدو او ټولو برخو کې هراړخیزه مرسته او همکاري وکړي. هغه ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره په دې هېواد کې دتلپاتې سولې او ثبات په خاطر اوږه په اوږه ولاړ دی او له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG