لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظورپشتین:شمالي وزیرستان ته بیا طالب کمانډران راوستل شوي


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر ښاغلي منظور پشتین تور لګولی چې پوځ یو ځل بیا شمالي وزیرستان ته دطالبانو کمانډران راوستي دي اؤ په سوشل میډیا تر دې حده دعوې شوي چې پوځ دغو طالب کمانډرانو ته بیلابیلې سیمې هم سپاري خو دپاکستان پوځ ددغو تورونو په هکله هیڅ سپیناوی نه دی کړی.

شمالي وزیرستان افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان هغه قبائیلي سیمه ده چې تیرو وختونو کې پکې طالبانو اؤ دالقاعده ترهګرو خپله واکمني ټینګه کړې وه خو په کال ۲۰۱۴م کې پوځ دغلته دضرب عضب په نامه عملیات وکړل اؤ دعوه کوي چې اوس یې دغه قبائیلي سیمه دترهګرو د منګولو څخه خلاصه کړې ده.

دپښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین په فیس بک خپل یو پوسټ کې دعوه کړې ده چې “د ریاست په سرپرستۍ کې یو ځل بیا دطالبانو کمانډران د میرعلي اؤ میرانشاه قلعه ګانو ته راوستل شوي دي”

منظور پشتین پخپل دغه پوسټ کې اوړمه شپه د سیدګئ د ترهګریزې پیښې حواله ورکړې اؤ په هغې یې دخفګان ښودلو په ترڅ کې لیکلي” کومې سیمې چې د سلو نه پاکې کړل شوي اؤ ځایې پځایې پکې چیک پوسټونه دي په هاغو سیمو کې پیښې رامینځته کیږي ، حالانکې په دغو سیمو کې له پوځ پرته هیچا سره وسله نه شته”

اومه شپه دافغانستان پولې ته څیرمه په سیدګئ سیمه کې د واده په یوه دستوره د لاسي بم برید کې درې کسان وژل شوي اؤ ۳۴ نور ژوبل شوي وؤ چې ددغه برید پړه هیڅ یوې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې.

په ټولنیزو رسنیو تر دې حده دعوې شوي چې پوځ دطالبانو هاغو کمانډرانو ته د شمالي وزیرستان بیلابیلې سیمې دامن د کمټیو په نوم سپارل غواړي چې د سوؤنو بېګناه خلکو په وژنو کې ککړ دي.

خو دپاکستان پوځ ددغو تورونو په جواب کې هیڅ نه دي ویلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG