لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنوبي وزیرستان:نامعلومو وسله والو په خوب اوده څلور سیلګري وژلي


دشمالي وزیرستان سیدګي سیمه کې اوړمه ورځ د واده په دستوره بمي برید کې دبېګناه خلکو د وژل کیدو اؤ ژوبل کیدو وروسته جنوبي وزیرستان کې هم څلور بېګناه سیلګري د نامعلومو خلکو په ډزو وژل شوي دي.

چارواکي وایي د ډزو دغه تازه پېښه تیره شپه د جنوبي وزیرستان دلدها تحصیل په مومي کړم سیمه کې هاغه مهال رامینځته شوې چې جنوبي وزیرستان ته دسیل دپاره تللي‌ څو سیلګري په یوه خیمه کې اوده وؤ اؤ نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.

چارواکي وایي د ډزو نه وروسته نامعلومو وسله والو ددغو سیلګرو خیمې ته اور هم لګولی دی اؤ بیا تښتیدلي دي.

د سیمې مرستیال پولټیکل افسر اخلاق احمد خان دپېښې څخه سمدستي وروسته وائس اف امریکه ډیوه ته ویلي وؤ چې په پېښه کې څلور مزدوران وژل شوي چې د دوؤ تعلق د ډیره اسماعیل خان سیمې سره دی اؤ د دوؤ نورو پیژنګلو نه ده شوې.

خو وروسته پولټیکل انتظامیې خپل دریځ بدل کړو اؤ وئ ویل په پېښه کې وژل شوي څلور واړه کسان سیلګري وؤ چې د چکر دپاره جنوبي وزیرستان ته تللي وؤ اؤ دغلته یې د شپې تیرؤلو دپاره یو خېمه لګولې وه.

پولټیکل انتظامیه وایي په وژل شوؤ کسانو کې د یو تن تعلق دلکي مروت ، دیو شمالي وزیرستان اؤ د دوؤ ډیره اسماعیل خان سره دی.

دجنوبي وزیرستان د مسیدو په سیمه کې د تیرو دوؤ میاشتو په مهال په هدفي وژنو کې اته کسان وژل شوي دي.

ددې پیښې نه دوه شپې وړاندې د افغانستان دپولې ترڅنګ دشمالي وزیرستان په سیدګي سیمه کې د واده په یوه دستوره نامعلومو خلکو د شپې په مهال لاسي بم غورځولی ؤ چې پکې درې کسان وژل شوي اؤ‌۳۴ نور ژوبل کړل شوي وؤ .

ددغه برید پړه تر اوسه هیچا په غاړه نه ده اخستې .

په شمالي اؤ جنوبی وزیرستان کې د ترهګرۍ ددې تازه پېښو سره سم د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پشتین تور لګولی چې شمالي وزیرستان ته د ریاست په سرپرستۍ کې یو ځل بیا دطالبانو کمانډران راوستل شوي دي خو پوځ ددغو تورونو په هکله هیڅ سپیناوی نه دی کړی.

دپاکستان پوځ دعوه لري چې شمالي اؤ جنوبي وزیرستان سیمې یې د ترهګرو نه پاکې کړي دي خو منظور پشتین پوښتنې راولاړې کړي چې هرکله په دعو سیمو کې خلک وسلې نه لري اؤ ګام په ګام پکې چیک پوسټونه دي نو بیا دا وژنې څوک کوي؟

XS
SM
MD
LG