دپاکستان د بلوچستان ایالت په سر ښار کوئټه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د شیعه مسلک دوه نور هزاره وګړي وژل شوي دي.
دپولیس چارواکو له مخې دخالي په ورځ د کوئټې ښار په جمال الدین افغاني روډ نامعلومو وسله والو یو دوکان کې په ناستو کسانو ډزې کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي .
د وژل شوؤ کسانو تعلق د هزاره رورولۍ سره دی اؤ خپلو کې تره اؤ وراره دي.
له دې وړاندې تیره اوونۍ هم د کوئټې په ختیز بائی پاس اؤ دوؤ نورو بیلابیلو سیمو کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې د هزاره ورورولۍ دوه وګړي وژل شوي وؤ.
پولیسو په تازه پېښه کې د وژل شوؤ نومونه جعفر ولد غلام علي اؤ محمد ولد خان علي ښودلي دي.
په بلوچستان ایالت کې په امنیتيځواکونو د بریدونو ترڅنګ زیاتره مهال د هزاره رورولۍ په وګړو دغسې ترهګریز بریدونه کیږي چې تر دې مهاله پکې په سوؤنو هزاره ګانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
دپاکستان د حکومت لخوا د بشري حقونو دڅارنې دپاره دجوړ کړل شوي کمیشن له مخې دتیرو ۱۶ؤ کالو په موده کې د هزاره ورورولۍ په وګړو شوؤ بریدونو کې ۵۲۵کسان وژل شوي اؤ ۷۰۰ څخه زیات ژوبل شوي دي.
بلوچستان کې میشته هزاره ګانو وخت په وخت دخپلو وګړو د وژنو په ضد سخت احتجاجونه هم کړي دي اؤ حکومت اؤ امنیتي ادارې یې تورنې کړي چې د هغوئ تحفظ ته هیڅ پام نه ګرځوي.
خو دبلوچستان صوبایي حکومت وایي چې اوس یې د شیعه هزاره ګانو د تحفظ دپاره د هغوئ په سیمو کې د ملیشې د ځواکونو چوکۍ جوړې کړي دي.