لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوو اېشیایي طاقتونو هند او چین تر منځ ښې اړیکې د سیمې حالات بدلولای شي


د هند د وزیراعظم نریندرا مودي او د چین د ولسمشر شي جینپینګ تر منځ په چین کې غیررسمي ناسته د خالي- شنبې په ورځ پای ته رسېدلې او دواړو پر خپله ګډه پوله د تاوتریخوالي د ختمولو ژمنه کړې ده.

دواړو هېوادمشرانو د چین په مرکزي ښار ووهان کې دوې ورځې تېرې کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ پر جنجالي سیمه ډوکلم باندې د تېر کال تر پېښې جګړې وروسته یې د خرابو اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړې.

د چین سرکاري خبري ایجنسۍ شینهوا لیکلي، چې ښاغلي مودي او ښاغلي جینپینګ د خالي- شنبې په سهار په ډېر دوستانه ماحول کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر حالاتو خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، چې د دواړو مشرانو د هند او چین د ګډې پولې په شاوخوا سیمو کې د امن او ارامۍ پر ارزښت ټینګار کړی دی.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د ګډې پولې د ښه انتظام لپاره تر خپل منځ د پوځي اړیکو د ټینګولو لپاره د سټرېټیجۍ یوه تګلاره جوړه کړه، چې مقصد یې پر یوه بل د باور او ګډ تفاهم زیاتول دي.

مودي او جینپینګ له یوه بل سره پر دې خبره هم سلا شوي، چې تر خپل منځ به د اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم په مقصد همکارۍ کوي چې د ترهګرۍ مخه ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د هند او چین تر منځ د اروناچل پردېش سیمې پر سر په ۱۹۶۲م کال کې جګړه شوې وه، چې د چین پوځونو د همالیه غرونو یوه برخه د لنډې مودې لپاره ځنې ونیوله.

د همالیه غرونو دغه سیمه د دواړو هېوادونو تر منځ لا هم په جنجال کې ده، چې وخت په وخت ورباندې شخړې هم شوې دي. چین د دې خاورې پر ۹۰۰۰۰ مربع کیلومیټره باندې دعوه لري، خو هند دا خپل شمال ختیځ ایالت ګڼي.

تېر کال په جون کې هم د بوټان په ډوکلم سیمه کې د هند او چین تر منځ هغه وخت نښته وشوه، چې د چین پوځي سرتېرو هلته یو سړک جوړاوه. بوټان دا خاوره خپله ګڼي، ځکه نو هند د بوټان په غوښتنه چینایي پوځیان هلته له کاره منع کړل.

چین هم هغه وخت هند ته په سختۍ سره ځواب ورکړ، چې خپل پوځي سرتېري د دوی له [لانجمنې ډوکلم] سیمې ور وغواړي، چې بیا د دواړو هېوادونو تر منځ د یو تړون په بنیاد هند خپل سرتېري له دې سیمې پر شا کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG