لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

زرداري: له نوازشریف سره جنت ته هم یو ځای نه ځم


د پیبلز ګوند مرستیال مشر آصف علي زداري ویلي، پخوانی وزیراعظم نواز شریف پرله پسې پیغامونه ور لېږي، خو وایي له هغه سره به حتی جنت ته هم لاړ نه شي.

زرداري په راتلونکو ټاکنو کې له مسلم لیګ نواز ګوند سره د اتحاد جوړولو ګنګوسې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې نواز شریف له نظریاتي پلوه جمهوري سیاستوال نه دی، ځکه چې وایي هغه د ځان په اړه فکر کوي نه د دوی غوندې د هېواد د ګټو په اړه.

آصف زرداري په لاهور کې د خپل ګوند یوې غونډې ته په وینا کې پر نوازشریف تور پورې کړ او ویې ویل:

"هغه [نواز شریف] تر وزیراعظم کېدو وروسته له پیپلز ګوند سره غداري وکړه او له ځانه یې مغلِ اعظم جوړ کړ.

پخواني ولسمشر آصف زرداري پر نواز شریف د نیوکو په مهال داسې اشاره وکړه، لکه له خپلې څوکۍ ګوښه شوی وزیراعظم چې د رشوت په تور زندان ته تلونکی وو. زرداري وویل:

"نوازشریف اډیالا جېل پاکوي، خو په دې خبر نه دی چې د کراچۍ په لانډي جېل کې به بندي شي که بل ځای".

آصف زرداري د پېغور په ډول وویل، چې نواز شریف تر وزیراعظمۍ او خپل حکومت وروسته له هېواده تښتي، خو وایي دوی [د پیپلز ګوند مشران] په هېواد کې اوسېږي او هغه خرابۍ سموي، چې نوازشریف او ګوند یې په هېواد کې پېښې کړې دي.

پخواني ولسمشر زداري وویل، همدا پیپلز ګوند وو چې د ذوالفقار علي بټو په مشرۍ یې د پاکستان لومړی آیین جوړ کړ او دا هم د دوی ګوند وو چې په آیین کې یې ۲۸م بدلون ته لاره هواره کړه.

زرداري دا هم وویل چې دا پیپلز ګوند وو چې پخوانی پوځي آمر پروېز مشرف یې د خبرو له لارې استعفی ته مجبور کړ او له خپلې دندې یې لرې کړ، خو وایي هیڅوک نه پوهېږي چې دوی دا څنګه وکړل.

XS
SM
MD
LG