لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي د عکاس په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي


د افغانستان د پلازمينې کابل په شش درک سيمه کې په دوه ځانمرګو بريدونو کې د ای اېف پي خبري ادارې د عکاس (فوټرګرافر) په ګډون لږ ترلږه ۲۱ تنه وژل شوي او د ۲۷ نه سېوا نور ژوبل شوي دي.

د عامې روغتيا د وزارت چارواکو پخلی کړی چې د دغو چاؤدنو ۲۱ مړي د وزیراکبرخان روغتون ته وړل شوي دي.

ای اېف پي په ټويټر ليکلي چې د ادارې مشر عکاس شاه مرۍ وژل شوی دی، خبري ادارې ويلي هغه د هغو خبريالانو په ډله کې ؤ چې د لمړۍ چاؤډنې موقعې ته ور رسېدلي وو او د بلې چاؤدنې ښکار شو.

د کابل په شش درک سيمه کې دغه بريد نن سهار په داسې حال کې شوی چې خلک خپلو دندو ته روان ؤ.

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزي ویلي يو ځانمرګی په موټر سائيکل راغلی چاؤدنه يې کړې او بل پسې په خپلو پښو راغلی او د پېښې ځای ته رسېدو خبريالانو څنګ ته یې ځانته چاؤدنه ورکړې ده.

رپوټونه وايي په شش درک کې دغه ځانمرګي بریدونه د ملي استخباراتي ادارې د ودانۍ او نورو وزارتونو د دفترو څنګ ته شوي دي.

په سمدستي ډول د بريدونو زمه واري چا نه ده منلې او د بريدونو په اړوند نور مالومات راروان دي.

کابل کې تازه بريدونه په داسې حال کې شوي چې تيره اوونۍ د ووټونو د نوم د ليکنې په دفتر ځانمرګي بريد کې ۶۰ تنه وژل شوي وو، داعش ډلې د دغې بريد زمه واري منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG