لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د داعش په دوه ځانمرګو بريدونو کې يو په خبريالانو شوی


د افغانستان پلازمینه کابل کې چارواکي وايي نن د ګل، دوشنبې په ورځ د داعش په دوه ځانمرګو بريدونو کې يو په هغو خبريالانو شوی چې د لمړي ځانمرګي بريد کورېج له ورغلي وو، او لږ تر لږه اته خبريالان پکې وژل شوي دي.

کابل کې نن د ګل، دوشنبې په سهار د داعش تندلارو دوه غبرګ ځانمرګي بريدونه کړي دي.

افغانستان کې د خبريالانو سازمان (افغان جرنلسټ سېفټي کميټي) په ياد ځانمرګي بريد کې د اته ؤ خبريلانو د وژنې پخلی کړی دی.

سازمان "په خبريالانو برید ته جنګي جرم ویلي، او دغه برید يې په سختو ټکو کې غندلی دی".

په وژل خبریالانو کې ازادي رېډیو د خپل خبريال عبدالله حنانزی او خبريالې محرم درانۍ او ای اېف پي د خپل عکاس شاه مرۍ د وژنو پخلی کړی دی.

يو افغان خبريال انيس الرحمان په فېس بک د وژل شوؤ خبریالانو نومونه ورکړي چې پکې غازي رسول او نوروزعلي د ټي وي ۱، شاه مرۍ د ای اېف پي، علي سليم او سليم تالاش د مشال ټي وي سره تعلق ساتي.

افغان صدر اشرف غني د کابل د بريدونو غندنه کړې ده.

دکابل امنیې قومدانۍ ویاند حشمت ستانکزي له وي او ای ډیوې سره په خبرو کې ویلي زیاته مرګ ژوبله له لومړي ځانمرګي برید وروسته په دویم ځانمرګی برید کې هغه مهال رامنځته شوه چې برید کوونکی په ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته د پېښې دخبري پوښښ لپاره د راغونډ شویو خبریالانو په منځ کې چاودنه ورکړه.

پينځه ورځې وړاندې د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې هم يو خبريال عبدالمنان ارغند نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

د بې پولې خبريالانو سازمان په خپل تازه رپوټ کې افغانستان د خبريالانو دپاره د خطرناک هېواد په نوم ياد کړی دی.

سازمان په خپل رپوټ کې د افغانستان په اړوند ويلي په دغه هېواد کې د خبريالانو حال لا نور ډېر خراب دی او دغلته په کال ۲۰۱۷م کې ۱۸ خبريالان او د رسنيو کارمندان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG