د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي وايي، د فاټا په مرکزي ليکه کې د ورګډېدو چارې پر مخ روانې دي او په دې برخه کې شوی پرمختګ د ډاډ وړ دی.
د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې لخوا په ورکړل شویو ټویټونو کې ویل شوي چې وزیر اعظم عباسي دغه خبره د ګل یا دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میرانشا څخه د لیدنې پرمهال وکړه.
(حکومت او سیاسي ډلې د فاټا په مرکزي ليکه کې ورګډېدو کې جدي دی او پدې برخه کې چټک پرمختګ تر سترګو کیږي.
له وزیر اعظم عباسي سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید، د خیبرپښتونخوا والي اقبال ظفر جګړه او د پېښور پوځي مشر هم ملګري وو.
د رسنیو د راپور له مخې، وزیر اعظم عباسي او د پوځ مشرانو دواړو په یاده سیمه کې د نویو مارکیټونو، د موټرو د ټرمینلونو او د غلام خان د لوجیستیکي مرکز پرانسته هم وکړه.
عباسي د قبایلي مشرانو یوې غونډې ته د خبرو پرمهال وویل، چې میرانشا منځنۍ اسیا ته د یوې دروازې په توګه ارزښت لري. د وزیرستان خلکو ته دې د لاهور او نور پاکستان په څېر اسانتیاوې ورکړل شي.
عباسي زیاته کړه:
قبایلي سیمي شمالي وزیرستان ته د پاکستان د پوځي او ملکي ادارو د مشرانو د سفر پرمهال د اتمانزو د قبیلي مشرانو وویل:
(حکومت باید د ضرب عذب د عملیاتو پرمهال اغیزمنو خلکو، سوداګرو او دوکاندارانو ته معاوضه ورکړي.)
شمالي وزیرستان ته د پاکستان د پوځي او ملکي ادارو مشرانو وروسته له هاغې سفر کړی چې له همدې ځایه د منظور پشتین په مشرۍ د پښتنو د ژغورلو راپورته شوي غورځنګ تېره ورځ په سوات کې یوه ستره غونډه وکړه.
ښاغلي پشتین د سوات په کبل میدان کې خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې د پاکستان په حکومت تور پورې کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
په غونډه کې منظور پشتین له پوځ څخه دا غوښتنه هم وکړه چې د طالبانو ویاند احسان الله احسان او قومندانان لکه مسلم خان او محمود خان دې محکمې ته راکاږل شي.
د پاکستان حکومت د پوځ په مرسته د یاد غورځنګ سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړېده.
تېره اونۍ د پاکستان د پوځ یو ستر جنرال او پېښور کور کمانډر جنرال نذیر بټ رسنیو ته ویلي و چې د غورځنګ غوښتنې ټولې سمې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې تور پورې کړی و چې ځینې بهرنۍ رسنۍ او هېوادونه د غورځنګ غوښتنو ته ډېره هوا ورکوي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه تر دې وړاندې ویلي و چې د غورځنګ اجتجاجونه د چا په لمسون جوړ شویدي خو د پښتون ژغورنې د غورځنګ (پي ټي ام) نوم یې نه و اخیستی.