افغانستان کې پرون د ګل، دوشنبې په ورځ د وژل شوؤ لسو خبريالانو او عکاسانو وژنه په نړيواله کچه غندلی شوې او دغه عمل جنګي جرم جرم بلل شوی دی.
پرون په کابل کې د داعش په ځانمرګي بريد کې نهه خبريالان او عکاسان وژل شوي او بيا مازيګر په خوست کې يو بل خبريال نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.
د ارګ ترمخه افغانستان ولسمشر اشرف غني ويلي "پر ملکي وګړو،جوماتونواولمونځ کوونکو، ملي او ولسواکو بهیرونو او خبریالانو برید څرګند جنګي جنایت دی د تروریستانو دغه اقدام د اسلامي او بشري حقونو د ارزښتونو خلاف عمل دی".
ارګ ويلي ښاغلي "اشرف غني پر ملکي وګړو او خبریالانو برید نه بښونکی جنایت وباله، د وینا ازادۍ او د رسنیو ازاد فعالیت ارزښت ته په کتو یې د رسنیو ګډې کمېټې ته لارښوونه وکړه چې د زیانمنو شویو خبریالانو د ملاتړ اوهغوی ته د رسېدنې د څرنګوالي په برخه کې اقدام وشي".
د امريکې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، " امريکا په کابل کې د وحشي بريد غندنه کوي چې پکې د خبريالانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي".
د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړيوال تنظيم (سي پي جی) د اسيا د پروګرام مشر سټېوېن بټلر ویلي،"افغانستان کې په خبريالانو تازه بريد يادګېرنه کوي چې دغه هېواد د مطبوعاتو د کارمندانو دپاره څومره خطرناک دی او دښمن د مطبوعاتو د ازادۍ دپاره کومې لارې کاروي".
نوموړي ویلي، "دا برید د افغانستان په جمهوريت د بريد برابر دی په داسې کې چې په دې هېواد کې په اکتوبر کې پارليماني ټاکنې کيږي".
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې (يوناما) استازي تداميچي ياماموتو ويلي، " دا بریدونه افغان کورنۍ د مصيبتونو سره مخ کوي، يوناما په سختو ټکو کې د دې غندنه کوي، ښکاري چې په دې بريد کې قصدا خبريالان په هدف شوي دا برید د اظهار رايې په ازادۍ بريد دی".
پاکستان کې د خبريالانو تنظیم پي اېف يو جی په کابل کې ترسره شوي ترهګر بريد کې د خبريالانو د وژنې غندنه کړې او ويلي يې دي نن د نهې، سه شنبې په ورځ به " کابل کې کې د وژل شوؤ خبريالانو په ماتم کې د نيشنل پرېس کلب بېرغ نيم کښو وي".
اسلام اباد کې د پښتنو خبريالانو سازمان (پښتون ژورنالسټ اېسوسي اېشن) او پي اېف يو جی دستور هم په کابل کې د خبريالانو وژنه په سختو ټکو کې غندلې دغه پېښه يې دردمنده بللې چې ترهګر د خبريالانو ترڅنګ بې ګناه خلک وژني.
د اسلام اباد او راولپنډۍ د خبريالانو سازمان ويلي دوي په کابل کې د خبریالانو د وژنې غندنه کوي، د دوي په ياد کې به د نيشنل پرېس کلب بېرغ نيم کښو وي او نن ماښام به د دوي په ياد کې شمعې بلوي.
افغانستان کې د خبریالانو وژنه د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو غندلې او پېښه کې د ککړو خلکو د قانون منګولو ته راوستو غوښتنه يې کړې ده.