لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوټه:عملیاتو کې دتندوره تنظیم مهم کمانډر وژل شوی


دپاکستان دبلوجستان ایالت په سرښار کوټه کې په پرله پسې ډول د هزاره ټولنې د وګړو وژل کیدلو وروسته دپولیس اؤ ایف سي ځواکونه وایي دوئ په سیمه کې د تندروه ډلې لشکر جهنګوي په ضد عملیات پیل کړي چې پکې ددغه وسله والې ډلې یو مهم کمانډر مقصود احمد وژل شوی.

په دې وروستیو کې په کوئټه کې د هدفي وژنو تر څنګ د هزاره ټولنې د وګړو د وژنې لړۍ هم چټک شوې ده اؤ په تیره یوه میاشت کې ګڼ هزاره شعیه مسلمانان وژل شوي ، چې ددغو وژنو په ضد د هزاره ټولنې وګړو په احتجاج لاس پورې کړی دی.

د سه شنبې په ورځ په کوټه کې دایف سي ځواکونو کمانډر بریګیډئیر تصور اؤ د پولیسو مرستیال مشر یا ای ائي جي عبدالرزاق چیمه یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې وویل د ایف سي اؤ پولیسو ځواکونو درې ورځې وړاندې سیمه کې د تندوره ډلې لشکر جهنګوي په ضد عملیات پیل کړي دي.

هغوئ وویل دغه عملیات د مستونګ په غرئیزو سیمو اسپلنچي اؤ قابو کې شوي چې پکې د لشکر جهنګوي مهم کمانډر مقصود احمد وژل شوی اؤ د ایف سي یو عسکر هم پکې ژوبل شوی دی.

دایف سي اؤ پولیسو مشرانو دعوه کړې ده چې په دغو عملیاتو کې یې د ترهګرو یو شمیر ځالې نیست و نابود کړي اؤ دهغوئ د ولکې څخه یې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

دپولیسو مشر وویل چې په کوټه کې د هزاره ټولنې د وګړو د تحفظ دپاره هر ممکن ګامونه اخستل کیږي اؤ دهغوئ په سیمو کې د امنیت ساتونکو شمیره سیوا کړل شوې ده.

د هزاره ټولنې مشران دریځ لري چې امنیتي ځواکونه هغوئ ته په تحفظ ورکولو کې ناکام شوي دي.

د سه شنبې په ورځ په احتجاج د ناستو هزاره ګانو مشرانو ویلي هغوئ به تر هغې خپل احتجاج ته دوام ورکړي ترڅو چې د پوځ سرلښکر د امن ضمانت نه وي ورکړی

XS
SM
MD
LG