لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل کې پر خبریالانو د برید په عکسونو کې اوس هم لوګی لیدل کېږي


په کابل کې چې د اپرېل په دېرشمه دوه ځانمرګي بریدونه وشول، د دویم ځانمرګي برید په انځورونو کې خبریالان د بارودو په لوګي کې پراته مړه او ټپیان لیدل کېږي.

دا انځورونه د رویټرز خبري ایجنسۍ انځورګر خبریال عمر سبحاني تر دویم ځانمرګي برید یواځې لس یا پینځلس سیکنډه وروسته اخیستي، چې په ښکاره یې هدف لومړۍ چاودنې ته ورغلي خبریالان وو.

په یوه عکس کې د الجزیره ټیلیویژن کېمره مېن لیدل کېږي، چې په زخمي حالت کې د سړک د غاړې پر سیمټي څنډه په ګونډو ناست دی، د ده په شاوخوا کې نور خبریالان- چې مړه پراته دي- سم نه پېژندل کېږي، خو لږ مخته د ازادۍ رېډیو خبریال سباوون کاکړ ته [چې د سختو ټپونو له کبله یې په روغتون کې ساه ورکړه] یوه سپین ږیري لاس ورکړی او را پورته کوي یې.

سبحاني له رویټرز خبري ایجنسۍ سره په ۲۰۰۲م کال کې د ډرېور او تکنیکار په توګه کار پیل کړ او له ۲۰۰۷م کال راهیسې د عکاس په توګه ورسره کار کوي. سبحاني هم له هغو خبریالانو څخه وو، چې د ګل- دوشنبې په ورځ یې د کابل په ششدرک سیمه کې د لومړۍ چاودنې پوښښ (کورېج) کاوه. سبحاني رویټرز ته ویلي:

د ازادي رېډیو درې وژل شوي خبریالان محرمه درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ.
د ازادي رېډیو درې وژل شوي خبریالان محرمه درانۍ، عبادالله حنانزی او سباوون کاکړ.

"ما له نورو خبریالانو سره د لومړۍ چاودنې د عکسونو جوړولو انتظار کاوه، دا یو عادي منظر وو. د سهار اته نیمې بجې وې، د لومړۍ چاودنې ځای امنیتي سرتېرو نیولی وو او ډېر لږ کسان د کار لپاره د پېښې ځای ته ورتلل، ما له ځینو خبریالانو سره انتظار کاوه".

سبحاني وايي لږ وخت نه وو شوی چې تر شا یې یوه بله زوروره چاودنه واورېده، خو وایي دی ځکه بچ شو، چې هلته د یوه سیمټي څلي مخ ته ولاړ وو او د چاودنې زور ور ونه رسېد:

"خو ما هلته خپل ټول ملګري او همکاران ولیدل چې پر مځکه پراته وو، اکثر پکې مړه وو او لږ ټپیان ښکارېدل- تاسې اوس هم په عکس کې د هغې چاودنې لوګی لیدلای شئ".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، پر خبریالانو برید کوونکي ځانمرګي هلته ولاړو امنیتي سرتېرو ته خپل ځان خبریال ور پېژندلی او پریس کارډ یې هم ور ښکاره کړی وو، چې وایي بیا تر ځانمرګي برید مخکې د خبریالانو منځ ته ورغلی وو.

سبحاني په دې چاودنه کې برسېرن ټپي شوی وو، خو له پښو نه وو لوېدلی او مخکې له دې چې د چا مرسته وغواړي، سمدستي یې د پېښې د ځای څو انځورونه اخیستي وو. سبحاني وایي چاودنې ټکان ورکړ، خو داسې څه نه وو چې کړي یې وای:

د کابل د دېرشم اپرېل ځانمرګی برید.
د کابل د دېرشم اپرېل ځانمرګی برید.

"ما څه درد محسوساوه او په اوږه کې مې د مرمیو څه ټوټې بندې وې، چې بیا وروسته په روغتون کې و ایستل شوې".

سبحاني وایي په چاودنه کې اکثر وژل شوي خبریالان داسې وو چې دوی په کلونو- کلونو یو ځای کار سره کړی وو او د خپل جنګځپلي هېواد بې شمېره پېښې یې له نیژدې لیدلې او رپوټ کړې وې.

"په چاودنه کې وژل شوي بېګناه خلک وو، عام خلک خپلو کارونو ته روان وو او خبریالانو خپل کار کاوه او نړۍ ته یې حقایق څرګندول چې څه روان دي".

د افغان خبریالانو د ژغورنې کمېټه وایي، د اپرېل په دېرشمه په کابل کې پر خبریالانو په بېساري برید کې دوه د مشال ټیلیویژن خبریالان، د (یو ټیلویژن) یو کېمره مېن او خبریال، درې د ازادۍ رېډیو خبریالان، یو د طلوع نیوز خبریال او یو د فرانس پریس ایجنسۍ خبریال شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG