لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هزاره ګان له ويرې عدالت ته خواست نه شي کولی، مشر قاضي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار په بلوچستان صوبه کې د شيعه هزاره ټولنې سره تعلق لرونکو خلکو په هدفي وژنو له خپله اړخه د پلټنو ګام (سوموټو نوټس) اخستی دی.

مشرقاضي ويلي د هزاره ټولنې سره یې ليدنې شوي او دغه ټولنه له ويرې عدالت ته خواست نه شي کولی.

د ځايي ميډيا ترمخه نوموړي له خپله اړخه د پلټنو د ګام اخستو په مهال ويلي د هزاره ګانو وژونکي په ښکاره غونډې کوي او د دغه ټولنې سره تعلق لرونکو ته په پوهنتونونو کې داخلې نه ورکړی کيږي او دا خلک سکول يا روغتون ته نه شي تلی.

نوموړي پوښتنه کړې چې ايا هزاره ګان د پاکستان وګړي نه دي؟ نوموړي ويلي په ۱۱م مې به په کوټه کې د سوموټو نوټس اورېدنه کوي او لارښوونه يې کړې چې ټولې اړونده قانون پلي کوونکي ادارې دې په دغه اړوند تفصيلي رپوټ عدالت ته وړاندې کړي.

د سترې محکمې مشر قاضي په داسې حال کې دغه ګام پورته کړی چې د تيرو څو ورځو راهسې په کوټه کې د هزاره ټولنې لخوا د دوي د هدفي وژنو پرضد احتجاجې ناستې روانې وې.

تیره شپه د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه چې د کورنيو چارو وزير احسن اقبال او بلوچستان وزيراعلی عبدالقدوس بزنجو او نور لوړ پوړي چارواکي يې مل وو د هزاره ټولنې په احتجاج سره مشرانو سره ليدلي او دوي ته يې د خونديتوب او امنيت باور ورکړی او له دغې وروستود احتجاجي ناستو ختمولو اعلان شوی ؤ.

په کوټه کې په وروستيو کې د هزاره ګانو د هدفي وژنو وروستو وکيلې، فعالې او د هزاره ټولنې غړې جليله حېدر د نه خوړو احتجاج پېل کړی چې وروستو يې په ملاتړ کې نورې څلور احتجاجي ناستې پېل شوې وې.

جليله حېدر ويلي ؤ چې څو پورې ورته د پوځ مشر باور نه وي ورکړی احتجاجي ناسته به نه ختموي.

د هزاره ټولنې د شمېرو ترمخه په تېره يوه لسيزه کې د دوی د ټولنې د ۱۴۰۰ نه زيات غړي په ځانمرګو بريدونو، چاؤدنو او هدفي وژنو کې وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG