لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد وژنې قضيه: راؤ انوار عدالت ته نه دی وړاندې شوی


د نقيب الله مسيد په وژنه تورن نيول شوی (پخوانی پوليس افسر) راؤ انوار نن عدالت ته نه دی حاضر کړی شوی او ويل شوي چې هغه ناروغه دی.

د جېل چارواکو عدالت ته ويلي چې پرون د راؤ انوار طبي کتنه شوې او ډاکټرانو ويلي چې هغه ناروغه دی او عدالت ته نه شي وړاندې کېدی.

عدالت ویلي په بله اورېدنه دې راؤ انوارعدالت ته وړاندې کړی شي.

په ياده قضيه کې نيول شوي نور ۱۱ پوليس عدالت ته وړاندې کړی شوي او عدالت د نورو پټو پوليسو په نه نیول کېدو د غصې څرګندونه کړې ده.

عدالت د مې د ۱۴م نېټې پورې د قضيې اورېدنه ځنډولې ده.

د اورېدنې وروستو د نقيب مسيد پلار او هغه سره ملګرو د عدالت نه بهر احتجاج کړی او ويلي يې دي " راؤ انوار ناروغه (بيمار) نا مکار دی".

دوي ويلي که دې ځل له راؤ انوار په هتکړو کې عدالت رانه وستل شو دوي به ټول ملک احتجاجا بند کړی.

دوي يلي "راؤ انوار خو تورزن ؤ اوس بهانې ولې جوړوي؟". دوي ويلي که انصاف ورته ورنه کړی شو سترو عدالتونو ته به لاړ شي.

د نقيب وکيل ويلي راؤ انوار بايد د ملزم په حېث په هتکړو کې عدالت ته وړاندې کړی شي د نقيب کورنۍ د پېښور نه راغلې او راؤ انوار عدالت ته بهانې جوړوي.

پوليس افسر اېس اېس پي ډاکټران رضوان چې د راؤ انوار نه د نقيب مسيد د وژنې په لړ کې پلټنې کوي، د عدالتي اورېدنې وروستو ميډیا سره خبرو کې وويل د عدالت په امر يې پلټنې بشپړ کړي او ضمني چالان يې پراسيکيوټر ته ورکړی دی.

هغه ويلي په تفتيش کې يې بيا د سر نه ټولې پلټنې کړي دي او د ټولو کردارونو وضاحت پکې شوی دی.

هغه وويل د انکوائري کمېټۍ او پلټنو نه دغه مقابله جعلي ثابت شوې ده.

له دې نه په وړاندينۍ پېشۍ ۲۱م اپرېل عدالت راؤ انوار زندان ته لېږلی ؤ.

XS
SM
MD
LG