لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دافغانستان لمړۍ ښځینه پائیلوټې نیلوفر امریکا کې سیاسي پناه ترلاسه کړه


دافغانستان دهوایي ځواکونو لمړۍ ښځینه پايلوټې نیلوفر رحماني په غوښتنه هغې ته په امریکا کې سیاسي پناه ورکړل شوې اؤ اؤ اوس نوموړې هڅه کوي دامریکا په هوایي ځواک کې ځانته دنده پیدا کړي.

په کابل کې زیږیدلې ۲۶کلنه نیلوفر رحماني چې په کال ۲۰۱۲م کې د لمړۍ ښځینه پائیلوټې په توګه دافغانستان هوایي ځواکونو ته دننه شوه وه په کال ۲۰۱۶م کې امریکا ته د لا ښه تربیې په موخه یو کورس کې د ګډون تللې وه خو دغلته یې بیا محکمې ته خواست کړی ؤ چې دهغې اؤ کورنۍ ژوند ته یې افغانستان کې خطرې پېښې دي ځکه دې ورته امریکا کې سیاسي پناه ورکړل شي.

دمیرمن رحماني وکیل کمبرلی موتلي خبریالانو ته ویلي چې په محکمه کې د اوږدو بحثونو وروسته دهغې د سیاسي پناه غوښتنه منل شوې ده اؤ اوس هغه کولی شي امریکا کې بې خطره ژوند وکړي.

دنیلوفر لخوا امریکا کې دسیاسي پناه له غوښتنې وروسته دافغانستان ددفاع وزارت امریکایي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې باید دمیرمن رحماني د پناه غوښتنه ونه مني ځکه چې افغان دولت دامنیتي کدرونو په جوړولو اربونه ډالر مصرف کړي اؤ که اوس دغسې خلک نورو ملکونو کې پناه ګانې اخلي نو دا دافغانستان سره جفه ده.

خو نیلوفر رحماني دریځ خپل کړی ؤ چې هغې اؤ کورنۍ ته یې نه یوازې طالبان بلکې خپل،خپلوان هم د وژنې ګواښونه کوي اؤ افغانستان کې اوس نور دهغوئ ژوند ګران شوی دی.

نیلوفر رحماني په کال ۲۰۱۰م کې دافغانستان دننه د هوایي ځواکونو د تربیې یو پروګرام کې دخپلو،خپلوانو څخه په پټه توګه برخه اخستې وه اؤ دوه کاله وروسته بیا په رسمي ډول د یوې پوځي پائیلوټې په توګه دافغانستان د هوایي ځواک برخه ګرځیدلې وه.

دنیلوفر بختیار وینا ده چې دهغې په ماشومتوب هاغه مهال په هوا کې د الوتلو شوق پیدا شوی ؤ چې کله یې په اسمان کې یوه مرغۍ په الوت لیدلې وه اؤ پئیلې یې وه چې یوه ورځ به هغه هم ددې مرغۍ په څیر په هوا کې الوځي.

میرمن نیلوفر ته په کال ۲۰۱۵م کې دامریکا لخوا د زړورې میرمنې جائزه هم ورکړل شوې وه.

پخپلو زیاترو مرکو کې نیلوفر ویلي چې دا افغانستان نجونې ډیرې باصلاحیته دي اؤ په هر میدان کې خپلې وړتیاوې ښودلی شي خو دلته سخت دریځې ټولنې د نجونو د پرمختګ مخه نیولې ده.

د نیلوفر وکیل ویلي فعالاً هغه په امریکا کې هیڅ نوع روزګار نه لري خو خوښي یې په دې کې ده چې دامریکا په هوایي ځواک کې دنده ترسره کړي .

XS
SM
MD
LG