لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان دشل اووریز کرکټ درجه بندۍ کې له سریلنکا وړاندې وتلی


دافغان کرکټ بورډ وایي دکرکټ دنړیوال فیدراسیون یا ائي سي سي لخوا دکرکټ د شل اووریزو لوبو په نوې درجه بندۍ له مخې افغانستان د٨٧ پواينټونو په لرلو سره اتم مقام ترلاسه کړيدى.

دچهارشنبې په ورځ د افغانستان کرکټ بورډ پخپل یو ټویټ کې ویلي سري لنکا دڅلورو پواينټونو له بايللو وروستو نهم مقام ته رسيدلې اؤ په دغه حساب دافغانستان دکرکټ بوبډله د سریلنکا څخه وړاندې وتلې ده.

دکرکټ دنړیوال کونسل لخو په شوې دغه درجه بندۍ کې پاکستان د١٣٠و پواينټونو په لرلو سره په لمړي مقام ولاړ پاتې دی.

په پاکستان پسې اسټريليا د١٢٦ پواينټونو سره دوهم او هند دریم مقام لري. خو په دغه درجه بندۍ کې بیا بنګله دیش په لسم مقام ولاړ دی.

د شل اووریزو لوبو ترڅنګ په پنځوس اووریزو لو کې هم دافغانستان شپږ پوائنټونه سیوا شوي اؤ لسم مقام یې ترلاسه کړی دی.

دکرکټ دنړیوال کونسل لخوا په دغه درجه بندۍ کې په شل اووریزو اؤ پنځوس اووریزو لوبو کې راشد خان دافغانستان تر ټولو غوره باولر یا توپ اچوونکی ګرځول شوی دی اؤ همدغه راز محمد نبي د نړۍ تر ټولو ښه ال راونډر نومول شوی دی.

XS
SM
MD
LG