لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرعبدالله:طالبانو دسولې وړاندیز رد کړی


دافغانستان اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې طالبانو دافغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړی اؤ دغه جنایتکاره ډله غواړي افغانستان کې جنګونو اؤ بدامنۍ ته دوام ورکړي.

دمارچ په میاشت کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل پروسې دغونډې په مهال طالبانو ته وړاندیز کړی ؤ چې که هغوئ دولت سره سولې ته حاضر شي نو یو شمیر امتیازات به ورکړل شي.

طالبان دافغان دولت د سولې په دغه وړاندیز غلي پاتې شوي وؤ خو دچهارشنبې په ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې دمطبوعاتو د ازادۍ دنړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته پخپله وینا کې وویل چې طالبانو دسولې دغه وړاندیز ته خپل ځواب په”نا” کې ورکړی دی.

هغه وویل سولې نه په انکار کولو طالبانو واضحه کړې چې دغه یوه ترهګره ډله ده اؤ غواړي افغانستان کې ترهګرۍ ته نور دوام هم ورکړي.

هغه وویل افغانستان کې که طالبان دي ،القاعده،حقاني شبکه یا نورې ترهګرې ډلې ټول د ولس د ارامه ژوند دښمنانان دي اؤ باید ملت ددې جنایتکارو ډلو په ضد یو موټي شي.

هغه دتیرې دوشنبې په ورځ کابل کې په یو خونړي برید کې د خبریالانو وژنه وغندله اؤ وئ ویل په دغسې جنایتونو ترهګرې ډلې خپل شوم عملونه دافغانستان دخلکو اؤ نړۍ د سترګو نه شي پناه کولی .

هغه په خبریالانو غږ وکړو چې هرڅو که په یو سخت وضعیت کې قرار لري خو باید جنایتکارو ډلو ته د حق اؤ صداقت مورچه پرې نه ږدي.

باید وویل شي دافغان دولت لخوا طالبانو ته د سولې د وړاندیز نه وروسته تیره میاشت طالبانو د الخندق په نوم افغانستان کې د نوؤ عملیاتو پیل کولو اعلان کړی چې ددغه اعلان سره سم افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې ده.

افغان ولسمشر اشرف غني اؤ ناټو ویلي طالبانو ته به د سیاست د میدان ترڅنګ د جګړې په میدان کې هم ماتې ورکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG