لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مایک پومپیو د امریکا د نوي خارجه وزیر په توګه سوګند پورته کړ


مایک پومپیو د شورو- چارشنبې په ورځ د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په موجودگۍ کې د امریکا د نوي خارجه وزیر سوگند پورته کړ او په دې مهال یې په خپلو خبرو کې وویل، "زه د "موقعې" پر ټکي ټینګار کوم ځکه چې موږ د دې کار په وړومبي پړاو کې یو او پایلې یې لا تر اوسه معلومې نه دي".

خارجه وزیر وویل، ټرمپ انتظامیه د تېرو وختونو غلطۍ بیا نه تکراروي. ښاغلي پومپیو وویل، "زموږ سترگې اوس غړېدلې دي. مونږ د شمالي کوریا د سترې تباهۍ کوونکو وسلو پروگرام په تلپاتي، باوري او بیا نه واپس کېدونکي ډول ختمولو ژمنه کړې ده او په دې کې به دمه نه کوو".

د امریکې خارجه وزارت ته د ولسمشر ټرمپ هم دا لومړۍ دوره وه. ولسمشر ټرمپ د سوگند اخیستو غونډې ته خپله وینا کې وویل، "مایک یو پر وطن مین امریکایی دی او زه شک نه لرم چې دی به د ستر ډیپلومېټ په توګه د امریکا ویاړ وگرځي".

خارجه وزیر مایک پومپیو د نهې- سه شنبې په ورځ په لومړي وار خپل دفتر ته حاضر شوی او د خارجه وزارت په ودانۍ کې یې له کارمندانو سره لیدلي. نوموړي وویل "نن ډېره مهمه ورځ ده چې دې درانه ځای ته ولسمشر په لومړي ځل دوره کوي".

ولسمشر ټرمپ چې پخوانی خارجه وزیر ریکس ټیلرسن له خپلې څوکۍ لرې کړ، نو پر ځای یې مایک پومپیو ته دا ذمه واري وسپارله.

گومان کیږي چې ولسمشر ټرمپ د امریکا د استخباراتي ادارې سي ايي اې پر پخواني مشر مایک پومپیو باندې ډېر اعتبار لري او د ده د رسمي سوگند پورته کولو په دستوره کې د ولسمشر او او د هغه د کابینې د غړو گډون د دې خبرې ثبوت دی.

د نهې په ورځ د خپل تاوده هرکلي په وخت د بهرنیو چارو نوي وزیر ژمنه وکړه چې د امریکا ډیپلوماسۍ ته به وده ورکړي او د خارجه وزارت "خود اعتمادي" به بیرته بحاله کړي.

په دغه مهال د امریکا نایب خارجه وزیر جان سولېون وویل، مایک پومپیو نایابه مهارتونه لري:

"دی د جنگي ټېنک کمانډر پاتې شوی، وروسته د هاورډ د قانون سکول ته لاړو او بیا یې له "هاورډ لا ریویو" سره کار پیل کړ".

جان سولېون ډاډ څرګند کړ، چې ښاغلی پومپیو به د امریکايي مخالفینو په خلاف یو تکړه قوت ثابت شي.

مایک پومپیو تېره اونۍ د خارجه وزیر په توګه تر ټاکل کېدو څو ساعته وروسته د بیلجیم ښار برسلز ته د نېټو غونډې ته روان شو. له وروسته یې د سعودي عرب، اسرایل او اوردن دوره وکړه.

ښاغلي پومپیو د نهې- سه شنبې په ورځ د خارجه وزارت په دفتر کې په خپله وړومبۍ وینا کې وویل:

"ما په خپله گواهۍ کې همدا ویل چې زه به په اووم منزل خپل دفتر کې لږ وخت تېروم".

نوې خارجه وزیر وویل اراده لري چې ډیر ژر یو سفر وکړي او د نړۍ په هر گوټ کې د خواريکښو امریکایي ډیپلومېټانو ملاتړ وکړي.

"پکار ده چې د امریکا ډیپلومېټان د نړۍ په هر ډگر هره برخه کې موجود وي او د دې وطن په نوم خپل کار کوي. تاسو سره په دې کار کې مرسته به زما نېکمرغه او غوره وظیفه وي".

په واشنگټن ښار کې د هېریټېج فاونډېشن څېړنیزې ادارې د بهرنیو چارو کارپوه نېل گارډینر وايي، نوی خارجه وزیر به غښتلې ډیپلومېسي پر ځای کړي:

"زه فکر کوم هغه به د پخواني خارجه وزیر ریکس ټېلرسن په پرتله په نړۍ کې د امریکې ښه استازیتوب وکړي. زما په خیال مایک پومپیو هغه کس دی، چې ولسمشر ټرمپ ته ډېر نزدې دی".

د بروکنگز انسټي ټیوټ څېړنیزې ادارې څېړنکار تامس هیل وايي ښاغلي پومپیو ته ډېر کار پروت دی:

"هغو ته به په خارجه وزارت کې جدت راوستل وي، پر ځای د دې چې یواځې خارجه وزارت زوړ حال ته راولي. په دې وخت کې به هغو ته د وزارتونو تر منځ له وړاندې نه موجود تاوتریخوالی هم ناڅاپي رامخامخ کیږي. همدا شان عادي ستونځې ایران، شمالي کوریا او روس وغیره پشان خارجي ډیپلومېټک ستونځې به هم ده ته را ولاړیږي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG