لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ژوبل دی رغېدو ته اړتيا لري، جنجوعه


د پاکستان د ملي امنيت سلاکار لفټننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه ويلي افغانستان د نړۍ او سيمې زخم يا ټپ دی او رغېدو ته اړتيا لري.

نوموړي جنجوعه د لبنان يو خبري چېنل سره په مرکه کې ويلي، " د افغانستان قیصه د دردنو او زخمونو ده، دا د نړۍ او سيمې زخم دی او چې څومره زر وي رغېدو ته اړتيا لري".

هغه ويلي د دې سیمې خلک په جګړه پوهيږي، تورزن دی خو نوموړی وايي " زه داسې تن يم چې په سوله يقين ساتي" او سوله د مخکې تلو يواځينۍ لاره ده.

نوموړي ویلي د افغانستان او پاکستان بې ګناه خلک د کال ۱۹۷۹م راهسې چې په کابل سويت یونين اشعال د مصيبتونو سره مخ دي.

جنجوعه ويلي د افغان جګړې ګټلو دپاره هر ډول پانګونې شوي خو د بده مرغه د سولې په ګټه پانګونه نه ده شوې ځکه د افغانستان د ۴۰ سلنې يا فيصدو نه زياته برخه د طالبانو د ولقې لاندې ده.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پاکستان د امريکې لخوا د افغانستان په اړوند د سخت فشار سره مخ دی.

امريکا او افغانستان په پاکستان تور لګوي چې په خپله خاوره يې حقاني شبکې او هغو طالب وسله والو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې ترهګري کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات کړي دي.

افغان صدر اشرف غني د فرورۍ په ۲۸م د کابل پروسې دوېم کانفرنس د لارې په پاکستان د سولې د خبرو غږ کړی ؤ.

نوموړي ويلي ؤ "مونږ بیا هم، د پاکستان له دولت سره د هر اړخیزې سولې مذاکراتو ته چمتو او حاضر یو چې تډرې ترخې تجربې هېرې او نوی باب پرانیزو. مونږ د خپلو خلکو د مشقتونو په اړه د مسؤولیت ژور احساس او د خپل هېواد لپاره یو روښانه لرلید لرو، او سولې ته زمونږ ژمنتیا پر همدې لرلید او همدې احساس بناء ده".

له دغې وروستو د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او نورو لوړ پوړو چارواکو د کابل سفرونه هم کړي دي.

د افغانستان د سولې او طالبانو د خبرو مېز ته راوستو په لړ کې د افغانستان، امريکا، پاکستان او چين څلور هېواديزه څو ناستې هم شوي دي او افغانستان تل په پاکستان غږ کړی چې خپلې کړې ژمنې پوره کړي.

خو پاکستان وايي د پخوا په پرتله اوس په طالبانو دومره اثر نه لري چې د خبرو مېز ته يې راولي.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ د تېر اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله اعلان کړې تګلاره او بيا د روان کال په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې پاکستان د امریکا نه په اربونو ډالره اخستي خو په خپله خاوره يې حقاني شبکه او نور ترهګر ساتلي او امریکا ته يې تل دروغ ويلي او تګي يې ورسره کړې ده.

خو پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي امریکا د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي، امريکې وروستو د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي دي.

د امریکا لخوا په پاکستان تورونو ته ناصر جنجوعه د تاريخ عجبه لمحه ويلي او زياته کړې يې ده طالبان هم په دوي د امریکا د ملاتړ تور لګوي، "دواړه په مونږ تورونه لګوي په دواړو کې څوک سم وايي؟".

هغه ويلي پاکستان کې په خپله د افغانستان د جګړې په تناظر کې۶۰زره کسان وژل شوي او زیاته کړې يې ده که "مونږ د افغان طالبانو او حقاني شبکې مرسته کوو نو په تحریک طالبان پاکستان ولې اثر نه لرو چې زمونږ پرضد جنګيږي چې د دوي ټولو خبره يوه ده".

هغه ويلي د افغانستان بحران په نړۍ او انسانيت بار دی،او مونږ (پاکستان او افغانسان ) که دوستان نشو کېدی دوښمنان نه يُو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG