لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي دشکیل اپریدي په اړوند هیڅ ساز باز نه دی روان


پاکستان دا ګنګوسې رد کړي چې ګنې داسامه بن لادن په معلومولو کې امریکایې سي ایي ای سره په مرستې کولو د تورن شکیل اپریدي د بند نه په خلاصون ساز باز روان دی.

د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په وخت دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر فیصل ویلي د امریکا کې دپاکستان دپخوانی سفیر حسین حقاني په بدل کې امریکا ته دشکیل اپریدي په ورکولو هیڅ ساز باز نه دی روان اؤ په دې اړوند کیدونکې ګنګوسې حقیقت نه لري.

تیره ورځ دپاکستان سترې محکمه کې د حسین حقاني په ضد د دوسیې اوریدنې په مهال یو لوړپوړي چارواکي مشر قاضي ته ویلي وؤ چې امریکایي چارواکو پاکستان ته دحسین حقاني د سپارلو په غوښتنه ویلي "تاسو سره هم زمونږ یو سړی بندي دي"

دپاکستان حکومت دعوه لري چې ډاکټر شکیل اپریدي په ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن معلومولو دپاره د پولیو یو جعلي کمپائن چلولی ؤ اؤ ددغه کمپائن دلارې یې د اسامه بن لادن ډي این ای ترلاسه کړې وه چې دهغې په اساس وروسته امریکایانو اسامه په یو اپریشن کې وژلی ؤ.

په کال ۲۰۱۲م کې دپاکستان یوې محکمې شکیل اپریدي ته دخیبر ایجنسۍ یوې تندروه ډلې سره دمرستې په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې وه خو خو وروسته دغه سزا درویشتو کالو ته راټیټه کړل شوې وه.

شکیل اپریدی د تیرو اوو کالو راهسې دپېښور په زندان کې بندي وؤ خو تیره اوونۍ چارواکو وویل چې هغه د پېښور څخه یو نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوی دی.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل د کورنیو چارو وزارت د شکیل اپریدي قضیې ته ځیر ده اؤ دحسین حقاني په بدل کې دهغه د پریښودلو اوازې هیڅ حقیقت نه لري.

د شکیل اپریدي له نیول کیدو وروسته دامریکا په سینیټ کې هم دهغه دخوشې کولو دپاره غږ پورته کړل شوی ؤ اؤ امریکایي قانون سازانو حسین حقاني د ترهګرۍ په ضد ریښتونی اتل بللی ؤ.

د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل ښاغلي قمر ندیم امریکا غږ ته ویلي دډاکټز اپریدي پخپل ۲۳ کلن بند کې اووه کاله بند تیر کړی دی اؤ که ددغه بند سره معافیانې هم وشمیرل شي نو دهغه دبند موده سرته رسیږي.

هغه هیله ښکاره کړې چې راتلونکې میاست کې به شکیل اپریدی د بند څخه خوشي کړل شي.

XS
SM
MD
LG