لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان سفیر:طالبان دې افغان دولت سره دسولې خبرو ته کښېني


په افغانستان کې د پآکستان سفیر ښاغلي زاهد نصرالله په طالبانو غږ کړی چې افغانستان کې د امنیت له خاطره باید افغان دولت سره د سولې مزاکراتو ته کښیني.

دافغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره لیدنه کې دپاکستان سفیر ویلي چې هیواد یې افغانستان کې سولې ته لیواله دی اؤ په جګړو هیڅکله ستونزې نه هواریږي.

کابل د تیرې یوې نیمې لسیزې راهسې په اسلام اباد تورونه لګوي چې پخپله خاوره کې یې طالبانو، حقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې اؤ افغانستان کې یې ترهګرۍ ته لمسوي خو دپاکستاني سفیر وویل چې افغانستان کې سوله دپاکستان اؤ ټولې سیمې په ګټه ده.

دافغانستان بهرنیو چارو د وزارت لخوا وائس اف امریکه ډیوه ته ددغه لیدنې په اړوند استول شوي بیان کې ویل شوي چې دپاکستان سفیر افغانستان کې د وروستيو بریدونو د غندلو ترڅنګ په دغو پېښو افغان ولس سره خپله خواخوږي او غم شریکي ښکاره کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې دسولې خبرو اترو ته حاضر شي.

تیره ورځ د مطبوعاتو دنړیوالې ورځې دلمانځو لپاره جوړې شوې دستورې ته دافغانستان اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي وؤ‌ دافغان حکومت لخوا دسولې وړاندیز دطالبانولخوا رد شوی او په وینا یې څرګنده بیلګه یې دطالبانولخوا دنوې جګړې پیل دی.

همداراز دپاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ویلي ټاکل شوې په نږدې وخت کې دپاکستان یو اقتصادي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

دپاکستان سفیرپه خبرو کې دا هم په ډاګه کړه چې دپاکستان لخوا افغان حکومت سره د شل زره ټنو دمرسته شوؤ غنمو جوپه به د روژې په میاشت کې افغان حکومت ته وسپارل شي.

په دغه لیدنه کې دافغانستان دبهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني دپاکستان د سفیرڅخه نه غوښتنه وکړه چې پرافغان خاوره دپاکستاني پوځیانود راکټي بریدونو مخنیوی وکړي.

په دې وروستیو کې افغان چارواکو دعوه کړې وه چې دپاکستان دخاورې څخه د افغانستان دختیزو ولایتونو کنړ،نورستان په سرحدي سیمو توغندي لګیدلي دي.

دکنړاو نورستان سیمه ییزو چارواکو په وینا دپاکستان پوځ لخوا په تیرو دریو ورځوکې د لسګونو توغول شویو توغندو بریدونو کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو مالي زیانونه یې اړولي او یوشمیر کورنۍ له خپلو سیموبې ځایه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG