لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په فیس بک نریندر مودي دټرمپ نه هم وړاندې وتلی،عباسي پکې ورک دی


دهند وزیراعظم ښاغلی نریندر مودي په ټولنیزه رسنۍ فیس بک دنړۍ د ترټولو محبوب ولسي مشر په توګه راڅرګند شوی خو دهغه په مقابله کې بیا دپاکستان وزیراعظم په شاهد خاقان عباسي په ټولنیزو رسنیو بیخي له نظره پناه لیدل کیږي.

په سوشل میډیا د نړیوالو مشرانو، دولتونو اؤ نړیوالو ادارو لخوا اولس سره د تماس نیونې دڅرنګوالي معلومولو په اړوند اوس،اوس په شوې یوه څېړنه کې دا خبره مخې ته راغلې چې دهند وزیراعظم په فیس بک تر دې حده اولس کې مقبول شوی چې دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ یې هم شاته پرېښی دی.

په فیس بک د نریندر مودي شخصي پاڼه ۴۳میلیونو خلکو خوښه کړې اؤ همدغسې دهغه دولتي دفیس بک پاڼه څه کم ۱۰ؤ میلیونو خلکو لائیک کړې ده.

دغه څیړنه وایي چې کله د هند په پرتله دپاکستان دریاست چارو عکس په ټولنیزو رسنیو ولټول شي نو دغه عکس بیخي تت په نظر راځي.

هر څو که دپاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي هم خپله یوه ناتائیده د فیس بک پاڼه لري چې وخت په وخت پرې دهغه دفعالیتونو عکسونه اؤ معلومات خپریږي خو ددغه پاڼې څخه کله هم دپاکستان وزیراعظم اولس ته نیغ په نیغه خپل کوم پیغام نه دی ورکړی.

دپاکستان د وزیراعظم دفیس بک پاڼه یوازې ۴لکه،۲۵زره اؤ ۴۸۸ کسانو لائیک کړې یا خوښه کړې ده.

دغه څیړنه وایي چې د مودي د واکمنۍ په دوره کې دپاکستان دوه وزیراعظم مخې ته راغلي خو دغو دواړو کې یو هم اولس سره دنیغ په نیغه تماسونو نیولو په موخه فیس بک د یوې الې په توګه نه دی کارولی.

څیړنه وایي پاکستاني مشران د ټولنیزو رسنیو دلارې اولس سره په تماسونو نیولو کې هډو خوښي نه لري همدغه وجه ده چې دغه مشران تر لرې لرې په ټولنیزو رسنیو په نظر نه راځي.

ټوئټر که هر څو د امریکا صدر ټرمپ د مودي څخه زیات مقبول واکمن لیدل کیږي خو په فیس بک بیا دوزیراعظم مودي دمقبولیت ګراف د ټولې نړۍ د هاغو مهمو اؤ مشهورو واکمنانو په کتار کې په دوهم نمبر دی چې دفیس بک د لارې اولس ته خپله خبره نېغ په نېغه رسوي.

په فیس بک د صدر ټرمپ په مقابله کې د مودي دپاڼې خوښوونکو شمیره شاوخوا نیم په نیمه زیاته ده.

دښاغلي مودي دفیس بک پاڼې دخوښوونکو شمیر ۴۴اعشاریه ۷ میلیونه دی اؤ دصدر ټرمپ پاڼه یوازې ۲۴ اعشاریه ۵فیصده خلکو خوښه کړې ده

دغه څیړنه کې ویل شوي چې په ایشیایي هیوادونو کې فیس د نورو ټولو رسنیو په پرتله زیات خلک کاروي همدغه لامل دی چې د هند وزیراعظم په دغه ټولنیزه رسنۍ زیات فعاله اؤ په اولس کې محبوب ثابت شوی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG