لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور پوهنتون په امتحان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه سوال بحثونه را پارولي


د پېښور پوهنتون د سیاستپوهنې د څانګې [پوليټيکل ساینس] په امتحاني پرچه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه راغلي سوال يا پوښتنې پر ټولنیزو رسنیو بحثونه را پارولي دي.

د پوليټيکل ساینس د څانګې مشر زیډ ای هلالي وايي، دغه پرچه يو نوي استاد جوړه کړې وه چې د پوهنتون له قانونه پوره خبر نه وو او زياتوي چې د هغه په ضد قانوني کاروايي هم پېل شوې ده:

"د يونيورسټۍ اصول دا دي چې کوم استاد پرچه جوړه کړې ده، هغه به چېرمېن يا زمونږه کمېټۍ ته وړاندې کوي او چې هغه يې منظوري ورکړي نو بيا په امتحان کې شاملېږي، خو دې استاد پخپل سر هر څه کړي وو".

نوموړی وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د پوهنتون په نصاب کې نه شته نو ځکه په دغه موضوع پرچه کې سوالونه اچول سم نه دي خو وايي زباني بحثونه پرې کېدای شي.

په پېښور پوهنتون کې د پوليټيکل ساینس لیکچرر دروېش اپريدی وايي، طالب علمانو ته په دغسې موضوعاتو بې پلوه بحثونه کول پکار دي:

د امتحان پرچه، چې د پي ټي ایم په اړه پوښتنه پکې راغلې.
د امتحان پرچه، چې د پي ټي ایم په اړه پوښتنه پکې راغلې.

"د يونيورسټۍ تعليم کې تحقيق او اعلی زدکړې وي، نو پکار ده چې په دغسې موضوګانو په ازادۍ سره په پوره دليل خبرې وشي او داسې يواځې په يونېورسټۍ کې نه، بلکې په هر ځای کې کېدل پکار دي، له دې سره به د راتلونکي نسل فکر پراخ شي او نظر به يې ساینسي شي".

د پوليټيکل ساینس په دغه امتحاني پرچه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه يو سوال شامل وو، چې لیکلي یې وو، "پشتون تحفظ موومنټ [پي ټي ایم] یو نوی را برسېره کېدونکی رجحان دی، چې ډېرې هیلې او مخالفتونه ورسره تړلي دي. د پولیټیکل سایسنس د زده کوونکي په توګه علمي بحث پرې وکړئ".

خو د دې څانګې مشر زیډ ای هلالي وايي، په امتحان کې یې زده کوونکي ددې سوال له ځواب لیکلو را ګرځولي وو.

پر ټولنیزو رسنیو د پوهنتون ددې ګام په ضد بحثونه را پارېدلي چې هم په دغه پرچه کې د عليګړ د تحريک سوال هم شامل وو خو د پښتنو د غورځنګ په اړه پوښتنه ترې و ايستل شوه چې وایي دا له پښتنو طالبعلمانو سره امتيازي چلند څرګندوي.

د تعليم پوهان د پاکستان پر تعليمي نصاب نيوکې کوي چې پکې د مذهبي توندروۍ مواد شامل دی او طالبعلمان د نوي دور چېلجونو ته په ښه شان نه چمتو کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG