لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان ملي پوځ یو لس کسیز پلاوي د بلوچستان مرکز کوټې ته سفر کړی


Courtesy ISPR
Courtesy ISPR

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو په ټینګار سره ویلي چې په دواړو هېوادونو کې امن او ارامي د ګډو هڅو او پراخې همکارۍ په نتیجه کې راتلای شي.

د افغانستان د پوځ یوه لس کسیز پلاوي د بلوچستان مرکز کوټې ته سفر کړی او هلته یې د پوځ په صوبایي دفتر کې د پوځ له ځایي مشر کمانډر سدرن کمانډ لیفټیننټ جنرل عاصم سلیم باجوه سره لیدلي دي.

د پاکستاني پوځ له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وایي، د افغان پلاوي مشري د افغان ملي پوځ د ۲۰۵ فرقې کمانډر مېجر جنرل امام نظر کوله، چې د مېجر جنرل ولي محمد په شمول نور امنیتي چارواکي هم پکې شامل وو.

په هغه عکس کې چې د پاکستاني پوځ پر ویبپاڼه خپور شوی، په پاکستاني پوځي چارواکو کې د بلوچستان د ملېشه ځواکونو مشر مېجر جنرل ندیم احمد هم لیدل کېږي، چې سرتېري یې د ډیورنډ کرښې امنیت ساتي.

پاکستاني رسنۍ وایي د دواړو هېوادونو د پوځي چارواکو په ناسته پر ګډو امنیتي مسایلو او د ډیورنډ کرښې پر انتظامي او امنیتي تګلارو په تفصیل خبرې شوې دي.

افغان او پاکستاني چارواکو په وروستیو کلونو کې پخپلو هېوادونو کې د ترهګرۍ د پېښو تور په یوه بل پورې کاوه، چې له هغه وروسته پاکستاني پوځ د ګډې پولې انتظام تر پخوا سخت کړی او اغزن تار ورباندې لګوي چې وایي د روان کال تر پایه به یې کار بشپړ شي.

افغان او پاکستاني پوځي چارواکو په ټینګار سره ویلي چې په دواړو هېوادونو کې امن او ارامي د ګډو هڅو او پراخې همکارۍ په نتیجه کې راتلای شي.

په کوټه کې د افغان کونسلګرۍ سرچینې وایي، په دې غونډه کې یواځې افغان او پاکستاني پوځي چارواکو ګډون کړی وو، چې وایي تر غونډې وروسته افغان پلاوی بیرته په راغلو دوو هیليکوپټر الوتکو کې افغانستان ته ستون شو.

پاکستان ته د افغان پوځ د پلاوي تګ هم د هغو سفرونو د لړۍ یوه کړۍ ګڼل کېږي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړرتبه چارواکو له خوا کېږي او مقصد یې له څو کلونو د خرابو اړیکو ښه کول دي.

په پېښور کې د افغانستان جنرل کونسل د شورو- چارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې کېدای شي افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ژر پاکستان ته سفر وکړي، خو افغان حکومت تر اوسه د دې سفر کره نېټه او وخت نه دي ښوولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG