لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهزاد: د ويرات کوهلي نه غټه چکه لګولی شم، خواړه ولې کم کړمه


د افغانستان ياد لوبغاړی وکټ کيپر محمد شهزاد ويلي چې د ويرات کوهلي نه غټې چکې لګولی شي نو دومره سخت ورزش يا فټنس ته څه اړتيا لري اوخواړه ولې کم کړي.

شهزاد يوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي هغه خپل ورزش هم کوي او پوره خواړه هم کوي، خبريال ته يې ويلي که تاسو غواړئ چې زه د کوهلي په څېر ورزش پېل کړم يا ځان وساتم نو دا ممکن نه ده.

ويرات کوهلي د هند کرکټ لوبډلې کپتان او ياد بېټسمېن دی.

هغه ويلي "هسې هم چې څومره اوږده شپږيزه (چکه) ويرات لګولی شي زه د هغې نه غټه لګولی شم نو بيا ماته د دغه ډول خوړو کمولو څه اړتيا ده".

د افغانستان کرکټ بورډ ترمخه شهزاد دا وخت ۳۰ کلن او ۹۰ کيلوګرامه وزن لري.

شهزاد باندې د ممنوعه درملو خوړو په سر د یو کال دپاره بندېز هم لګول شوی ؤ کوم چې د روان کال په لمړۍ مياشت کې سرته رسېدلی او هغه بيرته بيا په لوبډله کې شامل شوی دی.

نوموړی تراوسه پورې په نړیوالو يو ورځنو ۶۹ لوبو ۲۲۳۹ رنزونه او ۶۰ ټي ټيونټي لوبو۱۸۱۶ رنزونه جوړ کړي دي.

هغه په ۲۰۰۹م کې يو ورځنۍ او ۲۰۱۰م کې ټي ټيونټي نړيوالې لوبې پېل کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG