لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان وګړی دې ونه ځورول شي، د عدالت پوليسو ته امر


د خېبرپښتونخوا سترې محکمې (هائيکورټ) د مردان ضلعې پوليسو ته امر کړی چې هغه افغان وګړی دې ونه ځوري چا چې د پاکستانۍ ښځې سره واده کړی او دلته يې بچي زېږولي دي.

د پېښور هائيکورت مشر قاضي يحيٰ افريدي په مشرۍ جوړ د دوه کسيزه قاضيانو بنچ دغه فېصله د زيارت په ورځ د مردان رستم سيمې د مولوي عبدالحق په خواست اورولې ده.

مولوي عبدالحق د افغانستان سره تعلق ساتي او د مردان ضلعې په رستم سيمه کې په جومات کې پېش امام دی.

د افغان وګړي وکيل سليم رضا ویلي عبدالحق د لسيزو راهسې دغلته په پرامنه توګه اوسيږي، ښځه يې کړې او دوه ماشوم يې هم زېږولي دي.

هغه ويلي پوليس عبدالحق هسې ځوروي او هغه حق لري چې پاکستان کې اوسيږي ځکه چې ښځه يې په پاکستان کې کړې ده او پاکستان کې يې بچي پېدا شوي دي.

عدالت پوليسو ته امر کړی چې عبدالحق نه ځوري.

پاکستان کې وخت په وخت د افغانانو ځورولو پېښې رامنځته کيږي.

په تيرو دوه کلونو کې دغه ډول پېښې سېوا شوي او چې کله د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو برخو څخه د افغان کډوالو ويستو لړۍ پېل شوې وه هغه وخت هم ګڼ شمېر ښځو احتجاجونه کړي چې دوي د افغانانو سره ودونه کړي ځکه د دوي مېړونه (خاوندان) دې ونه ويستل شي.

ويل کيږي پاکستان کې خواوشا ۲۷ لاکه افغان کډوال مېشت دي.

د ملګرو ملتونو لخوا د کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه په دغو کډوالو کې ۱۴ لاکه د دوي سره رجسټرډ دي او په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري.

د ادارې ترمخه پاکستان کښې تر ټولو زیات افغان کډوال په خېبر پښتونخوا کې موجود دي چې شمېره یې نهه لاکه ده. د دې ترڅنګ بلوچستان کې درې نيم لکه، په پنجاب کې یونیم لاک، په سندهـ کې ٦٢٠٠٠ زره او باقي نور په کشمیر کښې مېشته دي.

پاکستان افغان کډوالو ته په قانوني توګه د جون د مياشتې پورې په ملک کې د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG