لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشکیل اپریدي بهرته دلیږلو قضیه کې محکمې حکومت نه جواب غوښتی


دپېښور ایالتي محکمې د کورنیو چارو وزارت نه داسامه بن لادن په پیدا کولو کې امریکایي سي ایي ای سره په مرسته د تورن بندي ډاکټر شکیل اپریدي د هیواد نه دباندې د لیږلو په دوسیه کې ځواب غوښتی دی.

دپېښور یو تکړه قانون دان ښاغلي محمدخورشید خان دپېښور ایالتي محکمې یا هائیکورټ ته عریضه کړې چې حکومت باید ددې خبرې پابند کړي چې شکیل اپریدی د هیواد نه دباندې ونه لیږي.

د تیرې یوې اوونۍ راهسې پاکستان کې داسې ګنګوسې تودې شوي دي چې حکومت واشنګټن کې دپاکستان دپخواني سفیر په بدل کې ډاکټر شکیل اپریدی امریکا ته په لیږلو تیار شوی دی.

خو دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا اوازې رد کړي چې ګنې شکیل اپریدی د حسین حقاني په بدل کې امریکا ته ورکول کیږي.

قانون دان خورشید خان محکمې ته پخپل خواست کې ویلي ترڅو چې د هغه لخوا محکمې ته په شوي خواست پریکړه نه وي شوي ترهغې باید حکومت پابند کړل شي چې شکیل اپریدی به دهیواد څخه د باندې نه لیږي.

ښاغلي خورشید خان دغه خواست محکمې ته تیر کال کړی ؤ چې اوریدنه یې پرون د هائیکورټ مشر قاضي یحیی اپریدي اؤ قاضي محمد ایوب خان کړې ده.

محکمې د خورشید خان په دغه خواست د کورنیو چارو وزارت نه جواب غوښتی.

دقبائیلي سیمې خیبر ایجنسۍ سره په تعلق لرونکي ډاکټر شکیل اپریدي تور دی چې د پولیو د یو جعلي کمپائن په ترڅ کې یې امریکایي سي ایي ای سره پاکستان کې د اسامه بن لادن په معلومولو کې مرسته کړې وه.

ډاکټر شکیل اپریدی ته دپاکستان یوې محکمې د تندروه ډلې سره دهمکارۍ په تور د ۲۳ کاله بند سزا اورولې چې په دغه بند کې هغه اووه کاله تیر کړي اؤ وکیل یې وایي کیدی شي راتلونکې میاشت کې له بنده خلاص شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG