لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي څېړونکي: امریکه نه جنګ ګټلای، نه درولای او نه افغانستان پرېښودلای شي


د برتانيې د مشهورې ورځپاڼې ګارډین په یوه تازه ګڼه کې د افغانستان د جنګ په هکله یو تفصیلي معلوماتي او تجزیاتي مضمون خپور شوی دی. د مضمون په شروع کې لیکل شوي، چې په تېر ګل- دوشنبه په کابل او کندهار کې په خونړیو ځانمرګو بریدونو کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د کابل او کندهار د حملو نه یو ځل بیا د دنیا پام په افغانستان کې د امریکې د روان جنګ انجام ته ګرځېدلی دی. له شپاړس کلن جنګ وروسته د جنګ ناقدین وایي چې، امریکه په دریو لارو کې ګیره ده او هغه دا شان چې امریکه نه خو دا جنګ ګټلای شي، نه یې درولای شي او نه افغانستان پرېښودلای شي.

افغانستان ته د نورو امریکایي او نېټو پوځونو لېږلو باوجود دغلته د وړاندې نه خوړیند (خراب) حالات نور زیات په خرابېدو دي. د دې ثبوت په جنګ کې د بېګناه افغانانو ورځ په ورځ زیاتېدونکې مرګ ژوبله ده.

د افغان لانجې یو اړخ دا هم دی چې دغلته د دولت اسلامیه او د طالبانو په منځ کې دا مقابله ده چې خلکو ته خپل ځانونه د یو بل نه د زیاتو بوږنوونکو بلاګانو په شکل کې ښکاره کړي. د ګل د ورځې کابل کې او تېره هفته د ووټونو د اندراج په مرکز شوې خونړۍ حملې داعش ذمه واري منلې ده، خو له دې وړاندې طالبانو په جنورۍ کې د کابل په منځ کې له بمونو ډک ایمبولنس موټر والوزاوه او سل کسان يې پکې و وژل.

طالبانو له تېرې هفتې نه د اوړي د موسم په خپل جنګي مهم لاس پورې کړی دی او ښکاري داسې چې دا جنګي مهم به یې د تېرو ټولو په نسبت زیات خونړی وي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني په تېره فرورۍ کې د سولې او امن د یوې منصوبې تر مخې طالبانو ته د سمدستي ډزبندۍ او بې د څه شرطه د خبرو اترو وړاندیز کړی دی، خو طالبانو د اشرف غني د سولې او امن جواب په خونرېزۍ ورکړی دی.

مضمون زیاتوي چې په تېر اګست کې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جنګ د ګټلو دپاره د خپلې تګلارې اعلان کړی دی، نور درې زره امریکایي پوځ یې افغانستان ته لېږلی دی او نېټو اتحادیانو ته یې هم ویلي دي چې را وړاندې شئ.

ولسمشر ټرمپ د خپلې جنګي تګلارې په زور افغاستان کې د زبردستې کامیابۍ حاصلولو دعوه کړې ده. ښاغلي ټرمپ پر خپله تګلاره د عمل کولو تر څنګ له تېر کاله ناتاره حملو ته زور ورکړی دی، خو د ملګرو ملتونو رپورټ دی، چې په دې حملو کې درې نیم زره بېګناه افغانان وژل شوي او نور په زرګونو ژوبل شوي دي، خو داسې خبرونه را روان دي چې ولسمشر ټرمپ د افغانستان د سنګینو حالاتو تر مخې له خپل جنګي موقف نه په ستنه روان دی.

ګارډین د نامتو ریپبلکن سنېټر رانډ پال له خولې لیکلي دي چې صدر ټرمپ اوس دې ته جوړ شوی دی چې امریکه دې په افغانستان کې د جنګ ګټلو خیال د زړه نه وباسي. سنېټر پال وایي ولسمشر ټرمپ دا څو پېرې ویلي دي چې مونږ ته د افغانستان له دلدل نه ځان را ایستل پکار دي خو بل خوا په امریکه کې د افغانستان د جنګ سنجیده جاج اخیستونکي خلک په یقین سره دا خبره کوي چې امریکه تر نامعلومې مودې پورې په افغانستان کې ښکېل شوې ده.

په واشنګټن کې د ناستو خلکو دا پوره یقین دی چې امریکه د جنګ په روایتي انداز نه خو افغان جنګ ګټلای شي او نه له خپله دریځه د طالبانو د نه اوښتو له سوبه له دې جنګه وروسته کېدای شي.

ګارډین اخبار د خپل مضمون په اخر کې لیکلي دي چې د صدر جارج ډبلیو بوش په دور کې خو امریکې د افغانستان غوندې ملکونو نه د جمهوري ملکونو جوړولو عمل شروع کړی وو، ولې نن ورځ امریکه له دې مقصده لاس په سر شوې ده، خو د جهادي ډلو د مخنیوي لپاره امریکې ته په افغانستان کې د پاتې کېدو نه سېوا بله چاره هم نه شته، بله دا چې د پاکستان په روغه لار او د محکم ساتلو دپاره هم د امریکې په افغانستان کې موجودګي لازمه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG