لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب دکلتوري انقلاب په لوري ګامونه اخستل پیل کړل


څه دپاسه درې لسیزې وروسته په سعودي عرب کې له سینیماګانو پرانستل کیدلو وروسته اوس دغه هیواد دنوښت یو مهم پړاؤ ته ننوځي اؤ دکلتوري فعالیتونو اؤ ساعت تیري په ګڼو منصوبو ۳۴اعشاریه اووه اربه ډالر مصرفوي.

نړیوال خبري اژانس ای ایف پي پخپل یو راپور کې ویلي د امریکا وتلې فلمي ستورې کیټي هولمز اؤ برتانوي هنرمند اؤ ډائریکټر ادریس ایلبا د سعودي چارواکو سره لیدلي اؤ ورسره یې سعودي کې د کلتوري اؤ ساعت تیري د نوؤ پروژو په پیل کیدو خبرې اترې کړي دي.

سعودي عرب د تیرې پنجنشنبې د ورځې نه کال ۲۰۲۰ پورې هیواد کې د ځوان کهول دپاره د ساعت تیري په غرض د ۱۳۰ارب ریالونو په مصرفولو لاس پورې کړی دی.

دسعودي عرب د کلتوري تګلارې مسؤل احمد المازد ویلي “ددې پیسو د لګښت مقصد دادی چې سعودي کې په حقیقي بڼه یو کلتوري صنعت په پښو ودرؤل شي، په دې هیواد کې به اوس سینیما ګانې وي، کلتوري شو ګانې اؤ ډرامې به پکې ښودل کیږي اؤ د هنرمندانو د روزنې مرکزونه به پکې فعاله وي”

کومې نوې پروژې چې دکلتوري ودې اؤ ساعت تیري په غرض په سعودي کې پیل کیږي دهغې له مخې به سپاړس د ساعت تیري خونې،د سمندري مخلوق د ساتنې مرکزونه اؤ درې ستر داسې مرکزونه پرانستل کیږي چې نوي کهول ته به پکې دساعت تیري ټولې اسانۍ په لاس ورځي.

ددغو پروژو مقصد دا ښودل شوی چې دسعودي درې ښارونه به د ژوند دمعیار په حواله د نړۍ ۱۰۰ؤ مهمو ښارونو کتار ته ورننویستلی شي.

سعودي چارواکي وایي د ژوند دمعیار۲۰۲۰ په نوم دا پروژه د سعودي د ځوان کهول د ډاډګیرنې دپاره ده ترڅو هغوئ خپل زیات وخت دخپل هاغه هیواد دننه تیرکړي چې له نیمې زیاته ابادي یې د۲۵ کلنو څخه په کم عمره ځلمو اؤ نجونو اډاڼه ده.

دسعودي عرب د ساعت تیري د تګلارې مشر احمد خطیب وایي دا پروژه به د سعودي وګړي دې ته وهڅوي چې هغوي باید هم دخپل هیواد دننه سرمایه ګزاري وکړي اؤ پخپل هیواد کې پاتې شي.

په دغه کلتوري انقلاب به سعودي حکومت څه کم ۶۰ اربه ریالونه مصرفوي اؤ ددې ترڅنګ به د شخصي پنګه والو اؤ خارجي انډیوالانو څخه هم پنګې ترلاسه کوي

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG