لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عباسي:سیاستمدار ته هم باید دجنرالانو اؤ قاضیانو په څېر درانه وکتل شي


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شاهد خاقان عباسي ویلي حکومتي چارې پرمخ وړل د محکمې مسولیت نه دی اؤ یو سیاستمدار ته هم باید د جج اؤ جرنیل په څېر درانه وکتل شي.

په دې وروستیو کې دپاکستان د حکومت اؤ محکمې ترمینځ سخت تاؤ تریخوالی رامینځته شوی اؤ حکومتي واکمنان داشارو په ژبه دمحکمې په قاضیانو تور لګوي چې دمحکمې په ضد ولاړ دي. خو دسترې محکمې مشر قاضي وایي چې ټولې پریکړې د هیواد د ائین اؤ قانون لاندې کوي.

د خالي په ورځ د پنجاب په ناروال سیمه کې دیو سړک جوړونې دستورې ته په وینا کې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دمحکمې لخوا حکومتي چارو کې لاسوهنې ته په اشارې سره وویل “د عدالتو کار حکومت چلول نه دی اؤ زما کار محکمه چلول نه دي”

هغه وویل ادرو ته چې دهیواد ائین کوم واک ورکړی باید دهغې په چوکاټ کې دننه خپل فعالیتونه وکړي.

هغه وویل هر کله چې په هیواد کې سیاستمدارانو ته درانه نه کتل کیږي نو هیواد ترقي نه شي کولی .

هغه وویل “دهیواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ۳۰کاله دسیاست له لارې د هیواد خدمت کړی خو محکمې هغه یوازې په یوه اقامه د ټول عمر دپاره نا اهله کړو ، مونږ دمحکمې دا پریکړې سر په سترګو منو خو تاریخ اؤ اولس به دا رقم پریکړې ونه مني”

دپاکستان سترې محکمې دبهرنیو چارو د وزیر نه وړاندې تیرکال د هیواد وزیراعظم نوازشریف هم د خپلو شتمنیو دحال نه ویلو په جرم نا اهله کړی اؤ د وزیراعظم له منصب څخه یې کوز کړی ؤ.

وزیراعظم وویل سیاستدانان خو هر پینځه کاله وورسته د ولس مینځ ته ورځي اؤ د ووټونو په شکل کې یې احتساب کیږي خو په هیواد کې له سیاستمدار پرته د بل هیچا احتساب نه کیږي.

په پاکستان کې څیړونکي اؤ سیاسي ګوندونه زیاتره مهال د طاقتور پوځ په جنرالانو اؤ دمحکمې په قاضیانو نیوکې کوي چې که هر څومره غیرقانوني ګامونه واخلي یا هره ناروا وکړي څوک ترې تپوس نه شي کولی.

خو پوځ وایي چې په دغه اداره کې خپل داحتساب یو نظام فعاله دی اؤ قاضیان دریځ لري چې هغوئ ځان له احتسابه بالا نه دی ګڼلی.

وزیراعظم عباسي وویل د پریکړو اصل واک د اولس لاس کې دی اؤ اولس چې چاته حکومت سپاري باید د هغوئ د رائیو درناوی وکړل شي

XS
SM
MD
LG