لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: د جنرل رازق پر کور برید، درې ځانمرګي او دوه پولیس وژل شوي


د وسلوالو طالبانو ځانمرګو بریدګرو د افغانستان د کندهار ولایت د پولیسو د مشر جنرل عبدالرازق پر کور برید کړی، چې پولیسو یې مخه نیولې او په نښته کې دوه پولیس او درې ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي.

د افغانستان پژواک خبري ایجنسۍ خبر ورکوي، چې د خالي- شنبې په ماخوستن په سپین بولدک ولسوالۍ کې لومړي بریدګر د جنرل رازق د کور په دروازه کې له چاودېدونکو موادو ډک موټرسایکل وچاوده او بیا درې نور له وسلو او چاودېدونکو موادو سره د هغه کور ته ور ننوتل.

رپوټونه وایي جنرل رازق د برید په مهال په کندهار کې وو او رسنیو ته یې ویلي دي چې په پېښه کې یې د کورنۍ وګړو ته هم کوم زیان نه دی رسېدلی.

د جنرل رازق مرستیال غورځنګ اپریدي رسنیو ته ویلي، د پولیس مشر د کور امنیت ساتونکو پولیس عسکرو سمدستي پر وسلوالو ډزې پیل کړې چې تر منځ یې شاوخوا نیمه ګنټه جګړه وشوه او په نتیجه کې یې درېواړه بریدګر و وژل.

غورځنګ وایي جګړه پای ته رسېدلې او د وسلوالو په شمول دوه پولیس هم پکې وژل شوي دي، خو ځینې سرچینې وایي چې په پېښه کې تر اتو تنو زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې په برید کې وژل شوي وسلوال د کوم ځای او شهریت (تابعیت) یې څه دی.

د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو پر جنرل رازق پخوا هم وسلوال بریدونه شوي دي چې ذمه واري یې تل طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده چې د کندهار د پولیسو پر مشر جنرل رازق باندې په تېرو کلونو کې هم په وار- وار وسلوال او ځانمرګي بریدونه شوي دي، چې دوه ځله پکې ټپي شوی هم دی او پر هغه باندې پلان شوي بریدونه مخکې له مخکې شنډ کړل شوي هم دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG