لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا په پاکستان کې به د ښځو د جنسي ځورونو د مخنیوي تحریک کامیابه شي؟


په پاکستان کې د جنسي ځورونو په ضد د نړیوال هېشټېګ مي-ټو MeToo کارولو د دې هېواد فلمي نړۍ هغه وخت ولړزوله، چې په تېره اپرېل میاشت کې یوې سندرغاړې او هنرمندې پر خپل یوه فلمي همکار باندې د جنسي ځورونو تور پورې کړ.

سندرغاړې، ماډل او فلم جوړوونکې میشا شفیع تېره میاشت پر خپل ټویټر ولیکل، چې په وار- وار د سندرغاړي او فلم جوړوونکي علي ظفر له جنسي ځورونو سره مخامخ شوې ده. هغې لیکلي وو:

"زه چې پخپله له جنسي پلوه ځورول شوې یم، نو زه نور د خپلې ټولنې د خاموشۍ دا کلتور ماتوم او له تاسې سره د خپلې جنسي ځورونې راز شریکوم. زه پوهېږم دا اسانه خبره نه ده، خو زه نور پټه خوله هم نه پاته کېدای نه شم".

په پاکستان کې مېرمن میشا لومړنۍ مېرمن نه ده چې له جنسي ځورونو سره مخامخ شوې او د دې کار د مخنیوي هېشټېګ مي- ټو یې کارولی، خو دا چې هغه له هنر او فلمي نړۍ سره تړلې ده، نو د دې د جنسي ځورونو خبر پر ټولنیزو رسنیو او فلمي نړۍ کې بحثونه پیل کړل.

په پاکستان غوندې یوه تنګ نظره ټولنه کې ښځې ځکه هم پر ځان د جنسي ځورونو له رسوا کولو ډډه کوي، چې ګومان کوي په نرواکه ټولنه کې یې پړه پر دوی ور اچول کېږي، خو مېرمن میشا وایي دې دا کار ځکه وکړ چې نورو ښځو ته هم د خپلو جنسي ځورونو د بیان جرأت ورکړي:

"ناوړه ګټه اخیستنه، ګواښونه، ځورونه او تورونه چې زه ورسره مخامخ شوې یم دا ټول د دې سبب شول او ما شدیده اړتیا محسوسه کړه، چې نه یواځې د خپل ځان بلکې د خپلې کورنۍ خصوصاً د خپلو دوو ځوانو اولادونو- چې له آنلاین ځورونو سره مخامخ شوي- د خوندیتوب لپاره ږغ پورته کړم".

په پاکستان غوندې یوه مسلمانه ټولنه کې له ښځو تمه کېږي چې حیاداره جامې واغوندي، له سړیو ځان په فاصله کې وساتي او هغو ځایونو ته لاړې نه شي چې اکثر نارینه ورځي. په دې هېواد کې اکثر هوټلونه د ښځو د ناستې لپاره بېل ځایونه لري.

خو پر دغو بندیزونو برسېره هغه ښځې چې په دفترونو کې له نارینه وو سره ګډ کار کوي، د جنسي ځورونو شکایت کوي. یوه ټولنیزه فعاله فریحه الطاف په پاکستان کې د ښځو د جنسي ځورونو زیاتوالي ته په اشارې سره وایي:

"په ګڼه ګوڼه کې په ناوړه انداز له ښځې سره لګېدل، د هغې له خوښې پرته لاس وروړل او چونډۍ ور لګول اوس یوه عامه خبره ګڼل کېږي".

خو په پاکستان کې ډېر نارینه بیا په دې نظر دي چې ښځې د کار په ځایونو کې نه ځورول کېږي، بلکې هغوی چې د چا له پرمختګ او شخصیته سوځي نو د جنسي ځورونو درواغجن تور په ولګوي. د پاکستان یو مشهور جرنلسټ طفېل اختر په دې اړه وایي:

"زه فکر نه کوم چې د ځورولو ستونځو دې چېرې موجوده وي. ښځې چې وایي دوی ځورول کېږي دا دوی درواغ وايي، ځکه دوی د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو له تور څخه د خپل پرمختګ لپاره ناوړه ګټه اخلي".

پر مېرمن میشا شفیع هم خلکو سختې نیوکې وکړې چې ګواکې هغې پر علي ظفر باندې د جنسي ځورونو تور د خپل شهرت لپاره لګولی دی. علي ظفر هم پر ځان د هغې تور ناسم بللی او د ۱۰۰ کروړه روپیو تاوان ورکولو خبرداری یې ورکړی، چې پر ده د لګېدلیو تورونو له امله دې بخښنه وغواړي.

په پاکستان کې په دفترونو کې د ښځو د جنسي ځورونو د مخنیوي د سرکاري ادارې وفاقي محتسبه کشماله طارق وایي، ډېرې ښځې چې په شخصي ادارو کې کار کوي ځکه هم د خپلو جنسي ځورونو راز پټ ساتي چې له کاره د ایستل کېدو اندېښنه لري.

پاکستان په دفترونو کې د ښځو د جنسي ځورونو په ضد په ۲۰۱۰م کال کې یو قانون هم جوړ کړی، خو د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکې ادارې وایي چې اوس هم د دې هېواد په کارځایونو کې د ښځو د جنسي ځورونو پېښې زیاتې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG