لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام اباد: پوځ د ډي ایچ اې سکیم لپاره له ۵۰۰۰۰ کسانو پیسې اخیستې خو مځکه نه شته


د اسلام اباد په شمول د پاکستان په اکثرو لویو ښارونو کې د شخصي ادارو په شمول د پاکستاني پوځ دفاعي اداره (ډیفنس هاسنګ اتهارټي) هم وخت په وخت د نویو ښارګوټو جوړولو لپاره سکیمونه اعلانوي، خو په ټاکلي وخت د نه جوړېدو له امله خلک ترې شکایت کوي.

د پاکستان تر ټولو ګرانه مځکه د دې هېواد د پایتخت اسلام اباد او شاوخوا سیمو ده، چې پاکستاني پوځ شاوخوا یوه لسیزه مخکې د ډي ایچ اې وېلي په نامه نوې مېنه (ښارګوټی) پکې پیل کړه، چې لا تر اوسه بشپړه نه ده او هغه خلک چې پیسې یې ورکړې دي ورته په تمه دي.

د پوځ د کور جوړونې ادارې ډیفنس هاوسنګ اتهارټي دا ښارګوټی د اسلام اباد ایکسپریس وې ته څېرمه جوړوي، چې وایي د استوګنې له درو بلاکونو پرته به یو تجارتي بلاک هم پکې موجود وي.

خلکو له اعلان سره سم په دې ښارګوټي کې د پلاټونو اخیستلو لپاره درخواستونه ورکړل او چاته چې په پچه (قرعه اندازۍ) کې پلاټونه وروختل، له هغوی یې وغوښتل شول چې په درو کلونو کې په بېلابېلو قسطونو دا پیسې ورکړي، چې د یوې اندازې له مخې تقریباً ۵۰ زره کسانو ته پلاټونه ور ووېشل شول.

په دغو ۵۰ زره کسانو کې ډېرو د کاروبار په خاطر او ډېرو د استوګنې لپاره مځکې واخیستې، خو د لسو کلونو پر تېرېدو برسېره- چې دوی هم پیسې ورکړې او هم یې د مځکو کاغذونه تر لاسه کړي دي- خو کورونه نه دي ور سپارل شوي.

په اسلام اباد کې پوځي ښارګوټي (ډي ایچ اې) ته د ننوتو لار.
په اسلام اباد کې پوځي ښارګوټي (ډي ایچ اې) ته د ننوتو لار.

په پاکستان کې د مځکو او کورونو جوړولو شخصي ادارې اکثر د نویو ښارګوټو داسې سکیمونه اعلانوي، چې له خلکو پیسې واخلي خو د بېلابېلو سببونو له امله هغه ښارګوټي جوړ نه شي او د خلکو پیسې ډوبې شي، خو پر ډي ایچ اې خلکو ځکه باور کړی چې دا یې د پوځ اداره ګڼله.

د پنجاب د راولپینډۍ ښار یو اوسېدونکی شیخ احسان اکبر وایي، په ډي ایچ اې وېلي کې یې د اتو مرلو یو پلاټ اخیستی دی، خو وایي یواځې پر نقشه باندې موجود دی او د مځکې پر سر نه شته. ښاغلي اکبر وي.او.اې ته وویل، چې د اخیستې مځکې پیسې یې شپږ کاله مخکې ور پوره کړې، خو وایي تر اوسه نه پوهېږي چې پلاټ به یې کله تیارېږي:

"په کومه ورځ مې چې د پلاټ بیانه [پېشکي پیسې] ورکړه هغه وخت مې احساسات ډېر ښه وو، ډي ایچ اې هغه وخت مشهوره هم وه، خلک باور هم ورباندې کاوه. ما فکر کاوه زه به دلته خپل کور جوړوم. که دغه پیسې ما بل ځای لګولې وای نو نن به له اتو لکو اتیا لکه ګټه رارسېدلې وای".

احسان اکبر وايي پر کوم ځای چې ډي ایچ اې ښارګوټی جوړوي دوه ځله هلته ورغلی هلته هیڅ داسې آثار نه ښکاري چې د نوې ابادۍ کار دې روان وي، خو وایي اوس که هغه مځکه خرڅوي هم نو په هغو پیسې بل ځای پلاټ نه شي اخیستلای.

د ډي ایچ اې ښارګوټي لپاره د اخیستل شویو پلاټونو ریکارډ.
د ډي ایچ اې ښارګوټي لپاره د اخیستل شویو پلاټونو ریکارډ.

د پوځ په دې جوړېدونکي ښارګوټي کې په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو خلکو هم پیسې لګولې دي، چې له پاکستاني ریاست غواړي، دوی ته دې ځواب ورکړل شي چې پخپل هېواد کې لګېدلې پیسې به بیرته ورکړل شي که نه او آیا په پاکستان کې یې سرمایه کاري خوندي ده که نه.

د کورونو جوړولو دې پوځي ادارې ډیفنس هاوسنګ سکیم په دې ښارګوټي کې بحریه ټاون او حبیب رفیق شخصي کمپنۍ هم ور شریکې کړې وې، خو کومه مځکه یې چې د سکیم لپاره اخیستله هغه تر جنجال لاندې راغله، ځکه چې پر هغه ځای د ډېم د جوړېدو وړاندیز شوی وو او دا شخړه لا نه ده حل شوې.

د پوځ په جوړېدونکي ښارګوټي کې د اخیستو پلاټونو مالکانو د دې ستونځې د حل لپاره یو تنظیم هم جوړ کړی او په دې اړه یې عدالت ته درخواست هم ورکړی، چې بیا دوه کاله وروسته دا خبره د پاکستان د احتساب قومي ادارې ته هم ورسېده، خو تر اوسه له دوی سره انصاف نه دی شوی.

د ډي ایچ اې د بازارموندنې او پلورنې افسر محمد هاشر وي.او.اې ته ویلي، چې خلکو ته د پلاټونو ور سپارل له درو تر پینځو کلونو نور وخت هم اخیستلای شي.

XS
SM
MD
LG