لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر احسن اقبال مرګونی برید شوی


د پاکستان د کورنیو چارو پر وفاقي وزیر احسن اقبال باندې په پنجاب کې مرګونی برید شوی چې هغه پکې ژوبل شوی دی.

پولیس چارواکي وایي احسن اقبال د پنجاب د نارووال ښار په کنجرور تحصیل کې یوې غونډې ته وینا کوله، چې یو تن ورباندې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا د کورنیو چارو وزیر پر اوږه لګېدلی او سمدستي د سیمې روغتون ته وړل شوی دی.

پولیس وایي د برید کوونکي عمر د شلو او دوه ویشت کلونو تر منځ دی، چې سمدستي یې نیولی او د پوښتنو ګروېږنو لپاره یې نامعلوم ځای ته بېولی دی.

د مسلم لیګ نواز ګوند یوه مشر طلال چودري رسنیو ته ویلي، چې احسن اقبال برسېرن ټپي شوی او حالت یې له خطرې بهر دی.

XS
SM
MD
LG