لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجيب ځدران په ايي پي اېل کې ورځ تر بلې ښه کيږي


د افغانستان ځوان اسپنر ستوري لوبغاړی مجيب ځدران د هند په پريمئيرليګ (ايي پي اېل) سياليو کې ورځ تر بلې ښه لوبه کوي، پرون يې درې هم لوبغاړي اؤټ کړي او د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی.

ځدران د ايي پي اېل په سياليو کې د کنګ پنجاب لوبډلې سره لوبيږي.

د پنجاب لوبډلې پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ د راجستان رايل سره په لوبه کې پچه، ټاس ګټلی او د راجستا ن لوبډلې ته يې بيټنګ ورکړی ؤ.

د راجستان لوبډلې په نهه لوبغاړو ۱۵۴ رنزونه جوړ کړی شوي، چې پکې مجيب ځدران د راجستان درې هم لوبغاړي سوځولي دي.

ځدران په څلورو اوورونو کې ۲۷ رنزونه ورکړي او درې مهم لوبغاړي يې سوځولي او د خپلې لوبډلې د تکړه بالرانو نه مخکې شوی دی.

د پنجاب لوبډلې په ۱۹م اوور کې ټاکلی هدف په څلورو لوبغاړو سوځېدو پوره کړی دی.

مجيب ځدران د لوبې غوره لوبغاړی ګرځېدلی او د پنجاب لوبډلې په ټویټر ليکلي، مجيب د يوې نه بلې لوبې ته نور ښه کيږي.

ځدران چې عمر يې دا وخت د ۱۷ کالو او نزدې يوې نيمې میاشتې دی، هغه په دومره کم عمر کې د خپلې افغان لوبډلې لخوا د زمبابوی پرضد لوبه کې پينځه وکټې ترلاسه کړي او دغه ډول هغه د پاکستان د پخواني تيز بالر وقاريونس ريکارډ مات کړی چې عمر يې تر ټولو کم ؤ.

مجيب ځدران چې اپ اسپين، ليګ اسپين او ګوګلي بال کوي په خپل ښه بالنګ د هند په پريئميرليګ کې د پنجاب لوبډلې اخستی دی.

د کرکټ نړيواله شورا (ايي سي سي) د راشدخان سره مجیب ځدران هم د افغانستان او نړیوال کرکټ دپاره قيمتي سرمايه ګڼي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG