لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په صدر بش د بوټونو ويشتونکی ژورنالسټ د عراق په انتخاباتو کې برخه اخلي


د عراق هغه خبريال چې د امریکا په پخواني صدر جارج ډبليو بش باندې يې بوټونه ويشتي وو د عراق په راتلونکو پارليماني انتخاباتو کې برخه اخلي.

عراق کې په ۱۲مې پارلیماني انتخابات کيږي او دا په دغه هېواد کې داعش ته د ماتې ورکولو وروستو لمړني انتخابات دي.

د اې اېف پي ترمخه ژورنالسټ ۳۹ کلن منتظر الزېدي ويلي د هغه هدف غله سياست مدار په زندان کې اچول دي او دوي په خپلو کړنو پښېمانه کول او پېسې ترې ضبط کول دي.

زېدي په کال ۲۰۰۸م کې په بغداد کې په پخواني امريکايي صدر بوټونه ويشتي وو په هغه وخت کې چې امريکايي صدر خبرې غونډې ته وېنا کوله.

په دغه حرکت کولو زېدي په جېل کې اچول شوی او نهه مياشتې بيا بند ؤ، د جېل څخه د بهر کېدو وروستو هغه لبنان ته کډه شوی او هلته استوګن شوی ؤ.

زېدي چې د مقتدی الصدر او کمیونسټانو د اتحاد دپاره کار کوي ويلي يې دي، "ما چې څه کړي پښېمانه پرې نه يم، په دې پښېمانه يم چې ما سره نور بوټان نه ؤ". په عرب هېوادونو کې ځينې خلکو د هغه دغه عمل ستايلی او هغه ته یې اتل ويلي ؤ.

د زېدي د ګټې ډېر احتمال نه لیدل کيږي خو بيا هم بې پرواه دی، هغه ويلي دا به عزت ونه ګڼي چې غله يې مل وي، او د هغه هدف غلا شوې پېسې بيرته راوړل دي.

هغه ويلي اوس هم په عراق کې د امريکا د پوځ مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG