لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف، "که په دهرنا کې زر، زر روپۍ نه وېشل کېدی نن به دا حالات نه وو"


نوازشريف
نوازشريف

د پاکستان مخکني وزیراعظم او د مسلم ليګ (ن) ډلې مشر نوازشریف د کورنيو چارو په وزیر احسن اقبال د بريد په سختو ټکو کې غندنه کړې او ویلي يې دي، "دا د هغې نتيجه ده چې يو، يو زر روپۍ وېشل شوې وې د دهرنې نه وروستو، او که هغه نه وی وېشل شوی نن به دا حالات نه وو".

په اسلام اباد کې د قامي احتساب عدالت نه بهر رسنیو سره په خبرو کې نوموړي ويل، "ډېر خلک ځان پوهه کول چې هاغه يو، يو زر روپۍ ولې وېشل شوې وې؟ هغه د څه مقصد دپاره وېشل شوې او په کومه خوشحالۍ کې وېشل شوې وې؟ مونږ ټول په دې ځان پوهه کول غواړو".

تېر کال د اسلام اباد او پېنډۍ ترمنځ په فېض اباد کې د تحریک لبېک نومې ډلې د دهرنې ختمولو په مهال د پنجاب صوبې د رېنجر ځواکونو مشر مېجر جنرال اظهر نويد په احتجاج کوونکو يو، يو زر روپۍ وېشلې وې.

په ټولنيزو رسنیو د مېجر جنرال د پېسو د لفافو وېشلو ويډيو خبره شوې او په دغسې کولو سختې نيوکې شوې وې. د فېض اباد دهرنا د پوځ د مينځګړيتوب وروستو ختمه کړی شوې وه.

پرون د پنجاب صوبې په نارووال سيمه کې د کورنیو چارو وزير احسن اقبال باندې د يوې دستورې وروستو يو تن ډزې کړي چې په نتيجه کې يې هغه ژوبل شوی او تراوسه پورې په روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ځايي ميډيا د چارواکو لخوا وايي چې په احسن اقبال بريد کوونکی د تحريک لبېک پلوي دی. پوليسو ډزې کوونکی تن نيولی دی.

راپورونه وايي احسن اقبال د لاهور په سروسز روغتون کې دی او د روغتون چارواکو ويلي روغتيايي حالت يې ښه دی.

نوازشریف د عدالت نه بهر د هغه پرضد روانو قضيو په اړوند هم خبرې کړي چې که د هغه پرضد کوم کره ثبوت وی تراوسه به وړاندې کړی شوی وی، هغه ويلي انتخابات به ځنډېدو ته نه پرېږدي بايد په خپل وخت ترسره شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG