لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راشد خان د ايي پي اېل د سر په بالرانو کې دی


راشد خان

د افغانستان ستوری اسپنر بالر راشد خان د هند پريمئيرليګ (ايي پي اېل) کرکټ په سيالیو کې د سر بالرانو کې شماريږي.

راشد خان پرون د سنرايزر حېدر اباد لوبډلې سره لوبيږي او پرون يې د رايل چېلنجربنګلور پرضد لوبه کې نوميالی بېټسمېن ای بي ډيويلئیرز اؤټ کړی دی.

دغه سيالي چې سنرايزر حېدر اباد په پينځه وکټو ګټلې د لوبې وروستو د راشد خان نه د هغه د بالينګ په اړه د سنرايزر حېدراباد د هند نړيوال لوبغاړي بهونشور کمار پوښتنه کړې او په ځواب کې ورته نوموړي ويلي،

"دا هر څه قدرتي دي زه چې تل په د پرېکټس بال کومه نو زما چې خپل کوم د بال انداز دی زه يې هغه شان نه کوم، هڅه کوم چې بدل بال وکړم".

کمار ـ راشد خان ته په خندا کې ویلي چې دا هر څه کوه خو د افغانستان چې د هند سره کوم ټېسټ لوبه کېدونکې ده په هغې کې داسې مه کوه.

دغه وړه شان ویډيو په سوشل میډيا ډېرو خلکو کتلې او راشد خان ته په ای بي ډيويلئيرز اؤټ کولو د هغه مينه والو ډېری اومبارکۍ هم ورکړي دي.

راشد خان تراوسه پورې د ايي پي اېل په لسو لوبو کې ټولې ۱۳ وکټې اخستي دي او دوه ځله د سيالۍ غوره لوبغاړی هم ګرځېدلی دی.

نوموړي يواځې د کلکتې د لوبډلې پرضد لوبه کې کومه وکټه نه وه اخستې.

د ايي پي اېل په روانو مقابلو کې سنرايزر تراوسه پورې لس سيالۍ کړي او اته يې ګټلي دي. ياده لوبډله د اته ؤ لوبډلو په نوملړ کې د ۱۶ پوائنټونو سره په سر کې ده.

XS
SM
MD
LG