افغان چارواکي وایي په فاریاب ولایت کې دطالبانو په ضد د امریکا اؤ افغانستان هوایي ځواکونو چټک هوایي عملیات کړي چې په کې لږ ترلږه ۴۱طالبان وژل شوي اؤ اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
دخبري اژانس پژواک له مخې دافغانستان په شمال کې د کمانډو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم ویلي دفاریاب د پښتون کوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې افغان زمکنیو اؤ هوایي ځواکونو د طالبانو په ضد بریدونه کړي چې په دغو بریدونو کې دیو طالب کمانډر قاري شاکر په ګدون ۳۰طالبان وژل شوي اؤ درې ژوندی نیول شوي دي.
هغه ویلي په یکه توت سیمه کې اوس هم د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ نښته روانه ده اؤ ګڼ شمیر وسله وال طالبان دامنیتي ځواکونو د محاصرې لاندې راغلي دي.
همدغه شان دفاریاب په المار ولسوالۍ کې هم امریکایي اؤ افغان ځواکونو په طالبانو هوایي بریدونه کړي چې ۱۱ طالبان پکې وژل شوي .
طالبانو تر دې مهاله ددغو نښتو په هکله خپل دریځ نه دی روښانه کړی
د تیرې میاشتې په وروستیو کې طالبانو د افغان دولت له لوري هغوئ ته شوی د سولې وړاندیز رد کړی اؤ دالخندق په نوم یې د نوؤ جګړو پیل کولو اعلان کړی ؤ چې دهغې راپدیخوا د افغانستان بیلابیلو سیمو کې دافغان امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ د نښتو ، بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو لړۍ چټک شوې ده.
په دغو نوؤ پیل شوؤ جګړو اؤ بمي چاودنو کې په سوونو افغان امنیتي سرتیرو، عامو وګړو اؤ طالبانو خپل ژوند دلاسه ورکړی.
خو دافغانستان دبشري حقونو ادارې د سه شنبې په ورځ خپل یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې دجنګونو اؤ بدامنۍ په وجه ګڼ ملکي خلک هم اغیزمن شوي دي.
د بشري حقونو دڅار ادارې په افغان دولت اؤ وسله والو ډلو غږ کړی چې د عامو خلکو دبشري حقونو خیال وساتي اؤ ویلي یې دي افغانستان کې ورځ تر ورځه د بشري حقونو وضعیت ترینګلی کیږي.