لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روحاني: له امریکې پرته له پاته نړیوالو قوتونو سره هم جوهري تړون پر ځای ساتلای شو


د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ ویلي، چې نن د نهې- سه شنبې په ورځ به له ایران سره د جوهري تړون د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

له ایران سره په ۲۰۱۵م کال کې د امریکې په شمول د شپږو نړیوالو طاقتونو له خوا یو جوهري تړون شوی وو، چې ولسمشر ټرمپ تل ورسره مخالفت څرګند کړی او په خپل پروني ټویټ کې یې ویلي چې نن د پاکستان په وخت د شپې ناوخته به په سپینه ماڼۍ کې اعلان وکړي، چې له ایران سره د شوي تړون برخه پاتېږي که ځنې وځي.

ولسمشر ټرمپ خپلو نړیوالو اتحادیانو ته له ایران سره پر جوهري تړون باندې د بیاکتنې لپاره د مې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی دی.

د ټرمپ حکومت ویلي چې که له ایران سره پر جوهري تړون باندې له امریکې پرته نور پینځه هېوادونه روس، چین، جرمني، فرانس او برتانیه تر ټاکلي وخت مخکې په شوي تړون کې موجودې نیمګړتیاوې لرې نه کړي، نو امریکه به له دې تړونه بیرته ووځي او پر ایران به بیرته اقتصادي بندیزونه ولګوي.

له ایران سره په جوهري تړون کې شاملو درو هېوادونو فرانس، جرمني او برتانیې وار له مخه هڅې پیل کړې، چې امریکه پر دې تړون قانع کړي، خو چین او روس هم ټینګار کړی چې تړون باید پر ځای وساتل شي.

ایراني ولسمشر مخکې لا ویلي چې دوی پر خپل جوهري تړون په بشپړه توګه عمل کوي او د تړون پر هیڅ یوې مادې باندې د بیاکتنې په اړه هیڅ خبرو ته تیار نه دی.

اندېښنه څرګندېږي چې که ولسمشر ټرمپ له جوهري تړونه د بېلوالي اعلان وکړ، نو ایران به هم ورباندې سخت غبرګون څرګند کړي او کېدای شي خپلې جوهري هلې ځلې بیا پیل کړي یا په شام، عراق، یمن او لبنان کې د امریکې اتحادیانو ته زیان ورسوي.

د فرانس ولسمشر هم مخکې لا خبرداری ورکړی چې که امریکې له جوهري تړونه د وتلو پرېکړه وکړه، نو کېدای شي حالات خراب او په جګړې بدل شي.

خو ایراني ولسمشر حسن روحاني د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ دا هم ویلي، چې که امریکا له دې تړونه ووځي نو له پاته نورو پینځو نړیوالو قوتونو سره هم په دې شرط جوهري تړون پر ځای ساتلای شي، چې هغوی د ایران د ګټو د خوندي ساتلو باور ورکړي.

د جوهري تړون له مخې ایران خپل ایټمي پروګرام ته د ودې ورکولو هلې ځلې بېخي محدودې کړې وې او مقصد یې نړیوالې ټولنې دا باور ورکول وي، چې ایران په پټه جوهري وسلې نه جوړوي.

په جوهري هلو ځلو کې د کمښت له کبله نړیوالو قوتونو پر ایران لګېدلي اقتصادي بندیزونه په تدریجي ډول اخیستي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG