لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یو پاکستانی په امریکا کې د پاکستان حکومت ته د غیرقانوني ایجنټۍ په تور نیول شوی


د امریکې د انصاف اداره وایي په هېواد کې مېشت یو پاکستاني نژاده تن یې نیولی، چې له کلونو راهیسې یې د پاکستان د حکومت ته په غیرقانوني توګه معلومات ورکول.

د امریکې استخباراتي ادارې ایف بي ای او د حکومتي وکالت دفتر استازو ته تر اعتراف وروسته دغه پاکستاني تن ته پینځه کاله د بند سزا ورکول کېدای شي، چې د جولای په ۳۰مه نېټه به د د مېریلېنډ د عدالت له خوا ورته اورول کېږي.

دغه ۷۱ کس نثار احمد چودري نومېږي چې د امریکې د مېریلېنډ ایالت په کولمبیا ښار کې مېشت وو او د "پاکستان امریکن لیګ" په نامه یو سازمان یې جوړ کړی وو.

چودري د ګل- دوشنبې په ورځ پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې له ۲۰۱۲م کال تر ۲۰۱۸م کال پورې یې په امریکا کې د پاکستاني حکومت د اېجنټ په توګه کار کاوه، چې مقصد یې په سیاسي چارو کې داخلېدل او د پاکستان د ګټو لپاره کار کول وو.

د امریکې د انصاف اداره وایي، نیول شوي تن د خپل تنظیم په اړه پخوا غلط بیاني کړې وه او ویلي یې وو چې هلې ځلې یې یواځې تر تعلیمي چارو پورې محدودې دي او مقصد یې د امریکې او پاکستان تر منځ د اړیکو ښه کول دي.

خو وایي اوس یې منلې چې د ده د هڅو مقصد د پاکستان لپاره د امریکایي پالیسۍ په اړه د معلوماتو تر لاسه کول او د پاکستان په اړه د امریکې بهرنۍ تګلاره او د امریکې د حکومت چارواکي تر اغېز لاندې راوستل وو.

د امریکې له قانون سره سم که د کوم بهرني هېواد یو تن یا سازمان د خپل حکومت لپاره کار کوي، نو د امریکې د سرکاري وکیل [اټارني جنرل] په دفتر کې به د "بهرني ایجنټ" په توګه ځان رجسټر کوي، خو وایي چودري په غیرقانوني توګه د پاکستان د ایجنټ په توګه کار کاوه.

د امریکې د انصاف ادارې د خبرپاڼې له مخې، چودري دا هم منلې، چې په واشنګټن کې د پاکستان له سفارت او نیویارک کې له کونسلګرۍ سره یې پرله پسې اړیکې لرلې او د بېلابېلو امریکایي تهینک ټېنک له پوهانو سره د اړیکو او خبرو په اړه به یې پاکستاني استازو ته خبر ورکاوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د پاکستان سفارت تر اوسه د نیول شوي تن او د هغه له خوا د اعترافي دعوو په اړه څه نه دي ویلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG