لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان حکومت: د چین- پاکستان اقتصادي لاره کې د بلوچستان لپاره هیڅ نه شته


Courtesy CPEC.gov.pk
Courtesy CPEC.gov.pk

د بلوچستان حکومت وایي د چین پاکستان اقتصادي لارې په پروژه کې د لوېدیځې لارې لپاره د مرکزي حکومت په بودیجه کې هیڅ پیسې نه دي ایښودل شوي.

د ایالتي حکومت د کابینې وزیر شیخ جعفر خان مندوخېل له وي.او.اې ډیوه سره په خبرو کې د دې سترې اقتصادي منسوبې په اړه د مرکزي حکومت دعوې رد کړې:

"مرکزي حکومت تش په خوله ادعاګانې ډېرې کوي خو تر اوسه د غربي لارې د جوړونې لپاره مځکه لا هم نه ده اخیستل شوې".

نوموړي وویل د بودیجې او د پلان په کتابونو کې هم لا ګوادره تر کوټې او بیا د کلاسیف الله، ږوب او ډېره اسماعیل خان د لارې ذکر نه شته، خو د پلان مرکزي وزیر د سیاسي ګټو لپاره هر وخت "زباني جمع خرڅ" یعنې هوایي خبرې کوي.

جعفرخان مندوخېل وایي، د پاکستان هر حکومت د بلوچستان په جغرافیایي، اقتصادي او دفاعي ارزښت خبرې کوي، خو د دغه ایالت د پرمختیا، روزګار او خلکو ته د ژوند د اساسي اسانتیاوو ورکولو په اړه عملي ګامونه نه اخلي.

د پاکستان د مرکزي وطاقِ تجارت مرستیال انجینېر داود خان اڅکزی وایي، که چین او او پاکستان غواړي چې د ګوادر د ژورو اوبو بندر د سیمې په اقتصاد کې رول ولري، نو لوېدیځه لار به جوړوي.

نوموړی وایي، پاکستاني واکدارانو تجارت له خپلو سیاسي ګټو سره تړلی، چې له امله یې له ګاونډیو هېوادونو سره تجارت ډېر زیات را کم شوی. د ده په وینا پینځه کاله وړاندې له افغانستان سره دوه اړخیز تجارت درې نیم اربه ډالره وو، چې اوس تر نیمایي هم را کم شوی دی او په داخلي توګه هېواد د خپلو تاجرانو ۶۰۰ اربه روپۍ پوروړی دی.

د پاکستان د مرکزي کابینې وزیر مولانا امیرزمان هم د چین پاکستان اقتصادي لویې لارې پر غربي برخه اندېښنه څرګنده کړې او وایي، په وروستیو کې یې د چین له حکومت سره د غربي لارې پر ارزښت خبرې کړې دي.

د چین حکومت د ۶۲ اربه ډالرو په لګښت له کاشغره د پاکستان تر ګوادر بندر پورې د سړکونو، د رېل ګاډو د پټلیو او ورسره د اړوندو اقتصادي پروژو پر جوړولو کار شروع کړی او وایي چې ختیځه لار به له پنجاب او سینده تېرېږي او لوېدیځه لار به له خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو د بلوچستان له شمالي سیمو تر ګوادر بندره جوړېږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG