لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: داعش درې ځانمرګي بريدونه کړي


افغان چارواکو ويلي د کابل په دوه برخو کې د پوليس په دوه تاڼو امنيې حوزودرې ځانمرګو بريدونه کړي، او په دواړو پېښو کې د شپږو تنو ژوبلېدو ويل شوي دي.

ای پي خبري ادارې د کورنيو چارو د وزارت د وياند نجيب دانش له قوله ويلي، لومړي ځانمرګي د ښار په لويديځه برخه کې په امنيې حوزي، پوليس تاڼه ځان ته چاؤدنه ورکړې او دهغې وروستو ډزې اورېدل شوي دي.

هغه ويلي دوه نورو ځانمرګو د ښار مرکزي امنيې حوزي، پوليس تاڼې په دوازه ځانونه الوزولي دي.

د ښار په ۱۳م امنيې حوزي چې په دشت برچي کې موقعيت لري يو ځانمرګي او شهرنو کې په ۱۰ م امنيې حوزي دوه ځانمرګونو بريدونه کړي دي.

داعش تندلارې ډلې د دغو ځانمرګو بريدونو زمه واري منلې ده.

له دې وړاندې د کابل د پوليسو وياند حشمت الله استانکزۍ د چاؤدنو پخلی کړی او ويلي يې ؤ د ښار په ۱۳م امنيتي حوزې او ۱۰م حوزې باندې چاؤدنې شوي دي.

کابل کې تازه چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې نزدې لس ورځې وړاندې په کابل کې د داعش په دوه ځانمرګو بريدونو کې د نهه خبريالانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG