په پاکستان کې رسنیو دعوه کړې ده چې دملګرو ملتونو امنیت شورا د ترهګرې ډلې جماعت الاحرار په مشر عمر خالد خراساني د بندیزونو لګولو په اړوند دپاکستان لخوا شوی وړاندیز رد کړی دی.
پاکستاني چارواکي وایي چې عمرخالد خراساني په دغه هیواد کې ترسره شوؤ یو شمیر بمي چاودنو اؤ ځانمرګي بریدونو کې ککړ دی.
عمرخالد خراساني د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود د وژنې وروستو په ډله کې د اختلافاتو رامنځته کېدو نه پس د جماعت الاحرار په نوم خپله ډله اعلان کړې وه
دپاکستان د اردو ژبې یو مشهور ټي وي چینل جیوز نیوز د چهارشنبې په ورځ پخپله ویب پاڼه د سفارتي سرچینو له خولې لیکلي چې پاکستان دملګرو ملتونو امنیت شورا ته تیرکال په وړومبي ځل په شپږم جولایي وړاندیز کړی ؤ چې عمرخالد خراساني پاکستان کې دترهګرۍ په ګڼو بریدونو کې ککړ دی ځکه دې پرې بندیز ولګول شي.
خو دغه ویب پاڼه لیکي چې په ۴م مئ دامنیت شورا دپاکستان دا وړاندیز رد کړی دی.
ورځپاڼه دا هم لیکي چې پاکستان به له دې ناکامۍ وروسته یو ځل بیا هم هڅه وکړي چې دملګرو ملتونو امنیت شورا دې ته قائله کړي چې په عمر خالد خراساني بندیزونه ولګوي.
عمرخالد خراساني څوک دی؟
عمرخالد خراساني چې خپل نوم یي عمرولي دی د مهمندو ايجنسۍ په صافو تحصيل قندارو علاقه کې زېږېدلی او پلار يې د جومات امام ؤ.
هغه ابتدايي زده کړې په کلي او بيا يې په کراچۍ کې په ديني مدرسه کې سبق ويلی دی.
ويل کيږي هغه اول په حرکت الانصار (اوسني حرکت المجاهدين )کې او بيا د تحريک طالبان پاکستان لاندې په ښکاره د کال ۲۰۰۷ عمليات پېل کړي او هم په دغه کال هغه خپل نوم د عمرولي نه عمرخالد خراساني کړو، او په مهمندو کې يې بيا خپل عدالتونه او کېمپونه هم جوړ کړي او هلته به يې فېصلې کولې.
په کال ۲۰۰۹م او لسم کې د پوځي عملياتو وروستو ويل کيږي د دوئ واک کمزور شو او خپل فعاليتونه یې د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې پېل کړل او د ځينې راپورونو ترمخه وروسته هغوئ افغانستان لوري ته واوړېدل.
دا هم ویل کیږي چې په جماعت الاحرار ډله کې زياتره د مهمند ايجنسۍ ځايي خلک شامل دي، او دا ډله مهمند ايجنسي خپل قوي مرکز ګڼي په څرګنده د دوئ هلته فعاليتونه نه ليدل کيږي خو ويل کيږي وسله وال يې اوس هم په سيمه کې د شپې موجود وي ګرځي.
دعوې کیږي چې د عمرخالد د القاعده سره هم اړيکې دي او په وروستيو کلونو کې يې د داعش سره د نزدي والي خبرونه مخې ته راغلي وو.
د عمرخالد په مشرۍ وسله والو د کال ۲۰۰۷ نه د عملياتو ادعاوې پېل کړې، او د هغه مودي نه يې په مومندو او باجوړ ايجنسۍ کې د ځايي مشرانو د وژنو ذمه وارۍ هم منلي او دغه لړۍ تراوسه دوام لري.
له هغې وروستو د جماعت الاحرار ډلې لخوا په لاهور کې په عيسايانو برید، د واهګه د پولې بريد او د هغې نه علاوه په اسلام اباد کې عدالت باندې بريد او باچاخان پوهنتون باندې د بريد ذمه وارۍ هم دې ډلې منلي دي، دغه رنګ د یو شمېر نورو بريدونو ذمه وارۍ هم دې ډلې په غاړه اخستي دي.