لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

انډونیشیاء کانفرنس:دافغان عالمان ۲۰کسیزه پلاوی جکارته ته رسیدلی


افغانستان کې د روانو جګړو په ضد دیوې مذهبي فتوې صادرؤلو په موخه د راتلونکې جمعې په ورځ انډویشیاء کې د دیني عالمانو راجودیدونکي کانفرنس کې دګډون دپاره دافغانستان ددیني عالمانو ۲۰کسیزه پلاوی د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ جکارته ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې ده په دغه کانفرنس کې به دپاکستان اؤ انډونیشیاء وتلي دیني عالمان هم برخه واخلي اؤ دافغانستان دننه روان جنګونه به د شرعي حکمونو په رڼا رڼا کې وڅیړي.

دانډویشیاء صدر د روان کال دجنورۍ په میاشت کې کابل ته دخپل سفر په مهال دعالمانو ددغه کانفرنس وړاندیز کړی ؤ ترڅو دیني عالمان د ترهګرۍ په ضد په یوه ګډه مذهبي فتوه یوه خوله شي خو طالبانو د وړاندې څخه دغه کانفرنس رد کړی اؤ پکې یې د برخې نه اخستو اعلان کړی دی.

د انډونیشیاء مشران وایي چې ددغه کانفرنس په ترڅ کې به هڅه وکړل شي چې د یوې ګډې مذهبي فتوې دلارې طالبان افغان دولت سره خبرو ته قائل کړل شي.

طالبانو د روان کال د مارچ په میاشت کې تور لګولی ؤ چې ددې کانفرنس موخه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته جواز لټول دي .

دطالبانو په ملاتړ تورن دافغانستان ګاونډي هیوادپاکستان هم د انډونیشیاء دکانفرنس څخه خپل ملاتړ اعلان کړی خو له دې وړاندې چې کله سږکال د جنورۍ میاشت کې پاکستان دخپلو دیني عالمانو دلارې دترهګرۍ په ضد د”پیغام پاکستان “په نوم کومه مذهبي فتوه جوړه کړې په هغې کې یې پاکستان کې ځانمرګي بریدونه حرام ګرځولي خو دافغانستان په هکله بیا په دغه فتوه کې غلي پاتې شوي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني اؤ دافغانستان دیني عالمانو دپاکستان په دغه مذهبي فتوه نیوکې کړې وې اؤ ویلي وؤ چې اسلام د ټولو دپاره یو شان دی نو بیا ولې پاکستان خپل هیواد کې ځانمرګي بریدونه حرام ګڼي اؤ دافغانستان دننه ددغسې بریدونو په هکله خبره نه کوي

XS
SM
MD
LG